د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو عراقی طبیب د شاتو په موچیو د ناروغانو درملنې دعوه کوي


یو عراقی طبیب د شاتو په موچیو د ناروغانو درملنې دعوه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

د عراق په موصل کې یو معالج دعوه کوي چې د شاتو په موچیو چیچلو د مریضانو علاج کوي. دی وايي، هغه ناروغان چې په جدیدو طبي درملو او حکیمي دواګانو نه رغېږي، دی یې په موچیو چیچي چې ورسره هغوی جوړېږي. ځینې ناروغان هم وايي چې ښه شوي دي. خو جدید طبي علوم وايي چې ښايي په موچیو چیچلو د ځینو خلکو دردونه په لنډمهالي ډول کم شي، خو داسې هېڅ ساینسي ثبوت نه شته چې په دې طریقه دې د مریض بشپړه درملنه وشي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

XS
SM
MD
LG