سوات قامي جرګې یو ځل بیا د حکومت له خوا د "عزم استحکام" په نامه د اعلان شويو پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی.
د سېپټېمبر پر نهمه، په مېنګوره کې د سوات قامي جرګې له خوا جوړه شوې جرګه کې ګډونوالو وویل چې په سیمه کې نور پوځي عملیات نه مني.
د جرګې مشر مختیار یوسفزی وویل چې د امن لپاره به د سېپټېمبر پر ۲۷مه په مېنګوره کې جلسه کوي، چې پکې به ټولو سیاسي ګوندونو ته هم بلنه ورکوي.
د جرګې یو غړي، حاجي زاهد خان وویل چې جرګې په سوات کې د پوځي عملیاتو او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره یوه تګلاره جوړه کړې ده.
د پاکستان حکومت د جون پر ۲۲مه اعلان کړی وو چې په هېواد کې به د ترهګرۍ پر وړاندې د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي. یو شمېر سیاسي ګوندونو او د بېلابېلو سیمو مشرانو او اوسېدونکو د دې عملیاتو مخالفت کړی دی، خو حکومت وايي چې په دې عملیاتو کې به د پخوانیو هغو په څېر خلک نه کډوال کېږي.
په سوات له دې مخکې هم د ناامنۍ او د پوځي عملياتو ضد جرګې، ولسي غونډې، پاڅونونه او احتجاجونه شوي دي.
د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ز کال کې د "اپریشن راہِ راست" په نامه پوځي عملیات کړي ول. هغه مهال وسلوالو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو، په سیمه کې نفوذ زیات کړ او د سوات پر زیاتره برخو یې کنټرول ترلاسه کړی وو چې تر عملیاتو وروسته پوځ سیمه له وسلوالو پاکه کړه.
د پوځي عملیاتو له وجې شاوخوا ۲.۵ میلیونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول او کډوال شول. دا کډوال په زیاته اندازه د خیبر پښتونخوا نورو سیمو، لکه مردان، صوابۍ او نورو نېږدې سیمو کې تر څو میاشتو په کېمپونو او ښوونځیو کې ځای پر ځای شوي ول.
د "اپریشن راه راست" پر مهال او له هغې وروسته، د خلکو پر ژوند او د سیمې پر اقتصادي حالت ژور اغېز وشو، کورونه او ښوونځي ویجاړ شول او د سیمې اقتصادي حالت سخت زیانمن شو. د خلکو د کورونو، شتمنۍ او زیربناوې ویجاړې شوې او د زدکړو نظام هم ورسره وځپل شو.