د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د افغانستان لپاره ځانګړی استازی اصف درانی له دندې لیرې کړی دی


اصف درانی له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وو - پخوانی انځور.
اصف درانی له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وو - پخوانی انځور.

پاکستان د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی اصف درانی له دندې ګوښه کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې، چې مشال راډیو د سېپټېمبر پر ۱۳مه ترلاسه کړې، ویلي دي چې اصف درانی د سېپټېمبر له ۱۰مې نېټې څخه له دندې لیرې شوی دی. هغه د ۲۰۲۳ز کال په مې کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی وو.

وزارت د نوموړي د ګوښه کولو لامل نه دی ښوولی او دراني هم لا پر حکومتي اقدام غبرګون نه دی ښوولی.

اصف درانی د پاکستان پخوانی ډېپلوماټ دی چې د افغانستان ترڅنګ یې په یوشمېر هېوادونو کې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړی تر هغې وروسته د افغانستان لپاره ځانګړی استازی مقرر شو چې پخواني استازي محمد صادق خان د ۲۰۲۳ز کال په مارچ کې له دندې استعفا ورکړه.

صادق پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۰ز کال په جون کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی وو.

XS
SM
MD
LG