د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا خانزېب وايي چې ولسونه د خپلو وسایلو د اختیار په لرلو پرمختګ کولای شي


مولانا خانزېب د سېپټېمبر پر ۱۴مه مطالعاتي غونډې ته وینا کوي.
مولانا خانزېب د سېپټېمبر پر ۱۴مه مطالعاتي غونډې ته وینا کوي.

د عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) مرکزي کمېټۍ غړي مولانا خانزېب ویلي دي چې که یو قام د خپلو وسایلو واک و نه لري، نو پرمختګ نه شي کولی.

نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۴مه د مومندو په نحقي کې د زده کوونکو د ټولنې یوې مطالعاتي غونډې (سټدي سرکل) ته وویل چې که پښتانه خپله خاوره ابادول غواړي نو باید یې د وسایلو اختیار ولري. "بې اختیاره قامونه نه خپل وطن ابادولی شي او نه هم پکې امن راوستلی شي."

هغه وویل چې که یو قام په خپلو وسایلو واک و نه لري نو وګړي یې نهر ګرځي او ټولنه یې د ماتېدو لور ته ځي.

په مطالعاتي غونډو یا سټدي سرکل کې خلک، په ځانګړي ډول زده کوونکي او پوهان، پر ځانګړو موضوعاتو بحث کوي او پکې خپل نظریات او وړاندیزونه شریکوي.

د مومندو په غونډه کې د نجونو پر تعلیم هم خبرې وشوې او مولانا خانزېب ورته وویل چې د اسلام له نظره تعلیم د هر انسان لپاره لازم دی.

ده د ۱۱مې زېږېزې پېړۍ د لوی او نومیالي عالم امام غزالي په حواله وویل چې که یوه ټولنه دنیاوي تعلیم ته اړتیا لري او نه یې ترلاسه کوي نو "ګناهګاره" بلل کېږي.

د سېپټېمبر پر ۱۴مه په نحقي کې د مطالعاتي غونډې ګډنوال بحث اوري
د سېپټېمبر پر ۱۴مه په نحقي کې د مطالعاتي غونډې ګډنوال بحث اوري

د غونډې یو ګډونوال فضل ودود ساپي مشال راډیو ته وویل چې اکثر هغه ډول مطالعاتي غونډو ته ورځي او داسې ورته ښکاري لکه په یو ښوونځي کې چې زده کړه کوي. هغه د غونډې پر ګډونوالو غږ وکړ چې هلته اورېدلې خبرې حجرو، جوماتونو او کورونو ته ورسوي.

په غونډه کې د پښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي نثار مومند، وکیلانو، د سکولونو استادانو، زده کوونکو او ولسي خلکو ګډون وکړ.

په خیبر پښتونخوا کې د ځینو ګوندونو فعالان "سټډي سرکلونه" جوړوي. دوی د دې لپاره پوهنتونونو، حجرو، او نورو ټولنیزو ځایونو ته ځي او پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې او بحثونه کوي. دوی وایي له دې لارې خلک پوهاوی پیدا کوي او ځوانانو ته د فکري بدلون زمینه برابرېږي.

XS
SM
MD
LG