د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې ۳ نور ماشومان ګوزڼ وهلي دي


د پولیو ضد واکسیني ډلې کارکونکې په کوټه کې ماشومې ته څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.
د پولیو ضد واکسیني ډلې کارکونکې په کوټه کې ماشومې ته څاڅکي ورکوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د روغتیا څانګې چارواکي وايي‌ چې هلته درې نور ماشومان ګوزڼ یا پولیو وهلي‌ دي چې ورسره سږ کال په دې ناروغۍ د اخته شویو ماشومانو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام د سېپټېمبر پر ۲۰مه، په یوه بیان کې ویلي چې تازه پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند صوبو کې ثبت شوې دي. په خیبر پښتونخوا کې سږ کال د پولیو دا لومړۍ پېښه ده.

چارواکي وایي د خیبر پښتونخوا په مومندو کې نهه میاشتنۍ ماشومه، د بلوچستان په پښتون مېشته ضلع کلاعبدالله کې ۱۵ میاشتنی ماشوم او د کراچۍ په پښتون مېشته سیمه کیماړۍ کې درې کلن ماشوم پولیو وهلی دی.

د تازه پېښو تر ثبتېدو وروسته د پولیو مخنیوي پروګرام لپاره د وزیر اعظم ویاندې عایشه رضا فاروق رسنیو ته په خپل بیان کې ویلي چې مور او پلار دې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو په ورکولو سره خپله ذمه واري پوره کړي.

د چارواکو په وینا، سږ کال د پولیو تر ټولو زیاتې ۱۴ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوي دي. دا راز په سیند کې څلور، په پنجاب، اسلام اباد او خیبر پښتونخوا کې یوه - یوه پېښه ثبت شوي دي.

د مومندو ضلعې د صحت چارواکو په وینا، هلته پینځه کاله وروسته د پولیو پېښه ثبت شوې ده. له دې وړاندې په مومندو کې په ۲۰۱۹ز کال یو ماشوم ګوزڼ وهلی وو.

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په هغه هېواد کې په ۲۰۲۲ز کال کې۲۰، په ۲۰۲۱ز کال کې یوه او په ۲۰۲۰ز کال کې د پولیو ۸۴ پېښې ثبت شوې وې.

د چارواکو په وینا، د دې تر ټولو لویه وجه دا ده چې ځینې میندې او پلرونه خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي نه ورکوي.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو رپورټونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د پاکستان له ۳۹ ضلعو څخه د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو وایرس موندلی دی.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

پولیو ولې نه ختميږي؟

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

د چارواکو هڅې

چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په دواړو هېوادونو کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

له دې پرته په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شو او پر روغتیايي ډلو بریدونو او په ناامنه سیمو کې په سمه توګه د واکسیني کیمپېنونو نه کېدو له کبله هم تر اوسه پاکستان او افغانستان د وایرس او ناروغۍ په ختمولو نه دي توانېدلي.

د پولیو وایرس تاریخ

پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴ز کال کې د امريکا په وېرمانټ ايالت کې څرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ یې عمري معذوره کړل.

تر دې پېښې څه باندې۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵ز کال کې ډاکټر جونس سېلک د ناروغۍ واکسين جوړ کړل او په ۱۹۶۰ز کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړي ول.

پر افغانستان او پاکستان سربېره نايجيريا درېيم هېواد وو چې څو کاله وړاندې لا پوليو وايرس پکې موجود وو، خو د ۲۰۲۰ز کال د اګست پر ۲۵مه د روغتیا نړیوال سازمان هغه هېواد له پوليو وايرسه په بشپړه توګه پاک اعلان کړ.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG