د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هنګري سېلاب ځپلي په کښتۍ کې کورونو ته ځي


د هنګري سېلاب ځپلي په کښتۍ کې کورونو ته ځي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:23 0:00

په وروستیو کې د هنګري په ګډون د مرکزي او ختیزې اروپا په یوشمېر هېوادونو کې لوی سېلابونه راغلل چې له وجې یې د اروپا په دویم تر ټولو لوی سیند دینیوب کې د اوبو کچ لوړ شوی او د هنګري د پلازمېنې بوداپېشت (بوداپېسټ هم بلل کېږي) په شمال کې د کېسماروس کلی یې اغېزمن کړی دی. د مشال راډیو د هنګري څانګې خبریال هلته له یو اوسېدونکي سره په کښتۍ کې د هغه کور او باغ ته تللی دی. په ۱۹۷۷ز کال کې په هغه سیمه کې د سېلابونو د مخنیوي لپاره پلان جوړ شوی وو خو د هنګري د هغه وخت کمیونسټ حکومت چاپېریال ته د زیان اړولو اندېښنو له وجې پرېښود. موږ د مشال راډیو د هنګري څانګې ویډیو پښتو کړې.

XS
SM
MD
LG