د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات قامي جرګې د منګلور چاودنه د امنیتي ادارو "غفلت" بللی دی


د سېپټېمبر پر ۲۲مه په چاودنه کې د پولیسو د اغېزمن شوي ګاډي انځور.
د سېپټېمبر پر ۲۲مه په چاودنه کې د پولیسو د اغېزمن شوي ګاډي انځور.

د سوات قامي جرګې او د هوټلونو اتحاديې د سېپټېمبر پر۲۲مه په منګلور کې د پوليسو پر ګاډي د سړک غاړې بمي چاودنه غندلې او تور يې پورې کړی چې دا د امنيتي ادارو د "غفلت" له امله شوې ده.

چاودنه د هغو پوليس سرتېرو پر ګاډي شوې وه چې د يوشمېر بهرينو هېوادونو د سفيرانو د سوات د دورې پر مهال د هغوی د ساتنې پر چارو مامور ول. په هغه پېښه کې يو سرتېری وژل شوی او درې نور ژوبل دي.

د سوات قامي جرګې يو مخکښ حاجي زاهد خان، چې د سوات هوټلز ايسوسي ايشن مشر هم دی، د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، په سوات کې د پوځي عملياتو لپاره د رياستي ادارو پلمې نه مني او دا چې پرضد به يې کلک درېږي.

"دوی (رياستي ادارې) نړۍ ته ښوول غواړي چې په سوات کې ترهګري ده او پرضد يې اپرېشن ضروري دی. موږ د احتجاجي جلسې پروګرام نيولی دی. موږ د ناامنۍ د دې پېښو او پرضد يې د رياستي اپرېشن نه يوازې غندنه بلکې مخنيوی به يې کوو."

د روسیې سفیر البرت خورېف د سوات سوداګرۍ خونې غونډې ته وینا کوي - د سېپټېمبر ۲۲مې انځور.
د روسیې سفیر البرت خورېف د سوات سوداګرۍ خونې غونډې ته وینا کوي - د سېپټېمبر ۲۲مې انځور.

د سېپټېمبر ۲۲مې راهيسې د سوات قامي جرګې يوشمېر مشران د ټولنيزو رسنیو له لارې د سيمې پر خلکو غږ کوي چې د سېپټمبر پر ۲۷مه د مېنګورې په احتجاجي جلسه کې ګډون وکړي.

بل پلو د پاکستان حکومت او پوځ بيا بيا ټينګار کوي چې امنيت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد هدفي عمليات دوام لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تر پېښې وروسته د سيپټېمبر پر ۲۲مه په يو بيان کې د سوات پېښه غندلې وه. او ويلي يې ول چې سفيران خوندي اسلام اباد ته رسېدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د "ډ‌ېپلوماټانو ډله خوندي اسلام اباد ته ستنه شوې ده" او زیاتوي چې دا ډول پېښې به پاکستان "د ترهګرۍ پرضد د جنګېدو له هوډه په شا نه کړي."

بل لور ته د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه پور هم په خپل په یو بيان کې پر پېښه خپګان ښوولی او د هغې د پلټنو امر يې کړی دی.

د سوات پوليسو پر ګادي د بمي بريد ذمه واري تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې منلې نه ده.

په سوات کې دا پېښه پرداسې مهال شوې ده چې په خیبر پښتونخوا کې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو احتجاجي ناستې، لاریونونه او جرګې کړې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ بیا بیا ټینګار کوي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد هدفي عملیات دوام لري.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته ویلي ول چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG