د لاسرسي ځای

تازه خبر

امیر مقام: په خیبر پښتونخوا کې ناامنۍ ته په کتو ښایي ګورنر راج ولګول شي


د مسلیم لیګ (ن) سیاستوال او وفاقي وزیر امیر مقام خبري غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.
د مسلیم لیګ (ن) سیاستوال او وفاقي وزیر امیر مقام خبري غونډې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د پاکستان وفاقي حکومت چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا کې ناامنۍ او خرابو اقتصادي حالاتو ته په کتو ښايي په هغه صوبه کې ګورنر راج ولګول شي.

د سرحدونو، کشمير او ګلګت بلتستان د چارو وزير امير مقام په اسلام اباد کې د سيپتمبر پر ۲۳مه په خبري غونډه کې دعوه وکړه چې په خیبر پښتونخوا کې د اعلا وزیر علي امين ګنډه پور حکومت"ناکامه" دی.

هغه زیاته کړه چې ګنډه پور له وفاقي حکومت سره اړيکې نه ساتل غواړي او پخپله یې هم د حکومتولۍ سمولو پر ځای سیاست ته مخه کړې ده نو ځکه هلته د حالاتو ښه کولو لپاره ګورنر راج لګول کېدای شي.

د پاکستان په دریو صوبو او وفاق کې د مسلیم لیګ (ن) په مشرۍ د نورو ګوندونو ایتلافي حکومت دی خو په خیبر پښتونخوا کې اپوزیشن ګوند تحریک انصاف په واک کې دی.

تحريک انصاف حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. خو تېره ورځ د دې صوبې وزیراعلی علي امين ګنډه پور په ويډيو بیان کې پر وفاقي حکومت تور پورې کړ چې خیبر پښتونخوا ته د بجلۍ پيسې نه ورکوي او د امن ټینګښت په برخه کې هم ورسره مرسته نه کوي.

په خیبر پښتونخوا کې ګورنر فیصل کريم کنډي دی چې د پيپلز پارټۍ يو مخکښ دی. پيپلز پارټي په مرکز کې د مسلم ليګ (ن) سره په حکومت کې شريکه ده البته په وفاقي کابینه کې یې کوم وزارت نه دی اخیستی. د ګنډه پور او کنډي اړیکې خرابې دي او په وروستيو کې یې څو ځلې د يو بل پر ضد بیانونه ورکړي دي.

د پاکستان د ايين ترمخه، وفاقي حکومت اختيار لري چې په يوه صوبه کې ګورنر راج ولګوي. د قانون ترمخه، ګورنر د وفاق استازی وي. په ګورنر راج کې واکونو د صوبې له ګورنر سره وي.

د وفاق او خیبرپښتونخوا د صوبايي حکومت ترمینځ تازه ناندرۍ او د ګورنر راج خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په هغه صوبه کې د وسلوالو بریدونه ډير شوي دي. د صوبې په بېلابېلو ځایونو کې خلکو د امن لپاره جرګې، جلوسونه، مظاهرې او پرلتونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG