د لاسرسي ځای

تازه خبر

لېفټننټ جنرال عاصم ملک د ای اېس ای نوی مشر ټاکل شوی


د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير په مشرۍ کې د کورکمانډرانو د غونډې پخواني انځور
د پاکستان پوځ مشر جنرال عاصم منير په مشرۍ کې د کورکمانډرانو د غونډې پخواني انځور

د پاکستان وزیراعظم لېفټننټ جنرال محمد عاصم ملک د دې هېواد د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) نوی مشر ټاکلی دی.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس (اې پي پي) او سرکاري ټېلېوېژن د سيپټېمبر پر ۲۳مه خبر ورکړی چې عاصم ملک به د ای اېس ای د اوسني مشر لېفټننټ جنرال نديم انجم پر ځای د سيپتمبر له ۳۰مې په خپل کار پيل وکړي. البته د وزیراعظم له دفتره په دې اړه په رسمي توګه کومه اعلامیه لا نه ده خپره شوې.

انجم د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر ۲۶مه د هغه مهال وزيراعظم عمران خان د ای اېس ای د مشر په توګه ټاکلی وو.

د پاکستان یوشمېر رسني د پاکستان پوځ لخوا ورکړل شوي معلومات په حواله لیکي چې جنرال عاصم ملک په بلوچستان او وزيرستان کې هم دندې ترسره کړې دي.

نوموړی په داسې وخت کې دنده پيلوي چې د پاکستان په ځينو برخو کې د وسلوالو حملو زیاتې شوې دي. په دې بریدونو کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ قبايلي مشران، مدني فعالان او سیاستوالان هم هدف ګرځېدلي دي.

XS
SM
MD
LG