د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات سوداګرو اتحاديې د سفيرانو پر امنيت ګومارل شوي پوليس ګاډي د بريد د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې


د سوات د صنعت او تجارت خونې غړو د سېپټېمبر پر ۲۳مه په خپل ځايي دفتر کې غونډه وکړه.
د سوات د صنعت او تجارت خونې غړو د سېپټېمبر پر ۲۳مه په خپل ځايي دفتر کې غونډه وکړه.

د خيبر پښتونخوا د سوات د سوداګرو اتحاديې غوښتنه کړې چې د سېپټېمبر پر ۲۲مه د بهرنیو هېوادونو د سفيرانو پر امنيت د پوليسو پر ګومارل شوي ګاډي دې د بريد د پېښې عدالتي پلټنې وشي.

د سوات د صنعت او تجارت خونې د سېپټېمبر پر ۲۳مه په دې اړه بېړنۍ غونډه وکړه او سفيرانو ته يې د امنیت ورکولو په اړه د انتظاميې اقدامات تر پوښتنې لاندې راوستل.

د اتحاديې وياند يوسف علي مشال راډيو ته وويل چې په غونډه کې د دې پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه وشوه. "په دې بېړنۍ غونډه کې ګډون کوونکو ټولو ۲۸ غړو غوښتنه وکړه چې په سمدستي توګه دې ار پي او (سيمه ييز پوليس افسر) او د ملاکنډ ډېوېژن کمېشنر معطل کړل شي او د دوی خلاف دي عدالتي پلټنې وشي."

د سېپټېمبر پر ۲۲مه د ۱۲ بهرنيو هېوادونو د سفيرانو لپاره په مېنګوره کې غونډه جوړه شوې وه.
د سېپټېمبر پر ۲۲مه د ۱۲ بهرنيو هېوادونو د سفيرانو لپاره په مېنګوره کې غونډه جوړه شوې وه.

بل خوا د ملاکنډ ډېوېژن د پوليسو مشر محمد علي د سېپټېمبر ۲۴مه مشال راډیو ته په لېږدول شوي وټس اپ پيغام کې ويلي چې سوات ته ورغليو سفيرانو ته يې د هغوی د سفري پلان مطابق سم امنیت برابر کړی وو.

دا تر هغه وروسته ده چې د سېپټېمبر پر ۲۲مه د سوات د صنعت او تجارت خونې پر بلنه په پاکستان کې د ۱۲ هېوادونو سفيرانو په مېنګوره کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او وروسته چې کله دوی ملم جبې ته په سيل تلل نو په لاره کې د دوی پر بدرګه کوونکي پوليس ګاډي د سړک پر غاړه ښخ بم وچاودېد چې پکې يو پوليس سرتېری ووژل شو او درې نور ژوبل شول.

په هغه بريد کې سفيرانو ته هېڅ مرګژوبله نه ده اوښتې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تر پېښې وروسته د سيپټېمبر پر ۲۲مه په يو بيان کې د سوات پېښه غندلې وه او ويلي يې ول چې سفيران خوندي اسلام اباد ته رسېدلي دي.

بل لور ته د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه پور هم په خپل په یو بيان کې پر پېښه خپګان ښوولی او د هغې د پلټنو امر يې کړی دی.

د سوات پوليسو پر ګادي د بمي بريد ذمه واري تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.

بل خوا د سوات قامي جرګې او د هوټلونو اتحاديې تور پورې کړی چې هغه بمي چاودنه د امنيتي ادارو د "غفلت" له امله شوې ده.

د سوات قامي جرګې يو مخکښ حاجي زاهد خان، چې د سوات د هوټلونو اتحاديې مشر هم دی، د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، په سوات کې د پوځي عملياتو لپاره د رياستي ادارو پلمې نه مني او دا چې پرضد به يې کلک درېږي.

د سېپټېمبر له ۲۲مې راهيسې د سوات قامي جرګې يوشمېر مشرانو د ټولنيزو شبکو له لارې د سيمې پر خلکو غږ کړی چې د هغوی له خوا دې د سېپټمبر پر ۲۷مه په مېنګورې کې اعلان شوې احتجاجي جلسې کې ګډون وکړي.

په سوات کې دا پېښه پرداسې مهال شوې ده چې په خیبر پښتونخوا کې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده چې پرضد یې خلکو احتجاجي ناستې، لاریونونه او جرګې کړې دي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ بیا بیا ټینګار کوي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد هدفي عملیات دوام لري.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته ویلي ول چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG