د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د شیعه ګانو اوسنیانو ترمینځ نښتو کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلی


د پاکستان پوځ دوه سرتېري په کورمه کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان پوځ دوه سرتېري په کورمه کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف استازو له پوځه غوښتي دي چې په کورمه کې دې د روانو نښتو او ناامنۍ په درولو کې خپل رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه ضلع کې له پینځو ورځو راهیسې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د نښتو پر ضد مظاهرې هم شوې دي. په کورمه کې پر لانجمنه ځمکه د مورچو پر سر په پیل شویو نښتو کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلی او لسګونه ژوبل دي.

د زندانونو چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار همایون خان د سېپټېمبر پر ۲۴مه د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وویل چې په کورمه کې "ټول واک" وار له مخه د امنيتي ځواکونو په لاس کې دی نو ځکه باید روان تاوتریخوالی ودروي.

نوموړي زياته کړه چې په کورمه کې جرګه مار په ورځو، ورځو پوځي مشرانو ته ناست وي خو هغوی وخت نه ورکوي. "که د چا ذمه واري وي نو هغوی دې دا امن قايم کړي، او که هغوی يې نه شي کولای نو بيا هلته زموږ صوبايي حکومت [شته] دی، د پوليس محکمه ده او ځايي مشران او جرګه ده، نو کم از کم هغوی ته دې بيا دا اختيار ورکړي چې د خلکو ترمينځ [شخړه] حل کړي."

د پاکستان پوځ لا د اسمبلۍ د غړو د څرګندونو او غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.

په همدې حال کې د سېپټېمبر پر ۲۴مه هم په قامي اسمبلۍ کې د کورمې د استازي حمید حسین توري په مشرۍ د لسګونو کسانو مظاهره روانه ده. هغوی د پاړه چینار د خبریالانو مرکز مخې ته ناست دي او په ضلع کې د جګړې درولو غوښتنه کوي.

د شيعه ګانو او سنيانو ترمینځ جګړه د سېپټېمبر پر ۲۰مه په بوشهره (بوشارو هم بلل کېږي) کې پر لانجمنه ځمکه د مورچو جوړولو پر سر د مدګي کلي او احمدزیو ترمینځ شروع شوې وه چې اوس تر بالشخېلو، خوار کلی، پیواړ، تري منګل، مقبل، کونج عليزیو، غوز ګړۍ، بوغکي، بادامې (بدامه هم بلل کېږي)، کړمان او خومڅیو غځېدلې او فرقه ییزه بڼه یې اخیستې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په بوشهره کې جرګې د سېپټېمبر پر ۲۱مه جګړه ودروله خو په نورو سیمو کې روانه ده.

پولیس او روغتیايي چارواکي وايي چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه په نښتو کې دوه نور کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ژوبل دي. له دې سره د جګړې له پیل راهیسې د وژل شويو شمېر ۲۰ ته رسېدلی او شاوخوا ۱۰۰ تنه ژوبل دي.

د سیمې خبریال نبي جان مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۴مه دواړو خواوو د یو بل پرضد درنې او سپکې وسلې وکارولې چې پکې خلکو ته د ځاني ترڅنګ مالي زیانونه هم اوښتي او څاروي هم لګېدلي دي.

تر دې مخکې ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې توغندي په سدې او پاړه چینار کې د خلکو پر کورونو او ودانیو هم لګېدلي دي.

د تاوتریخوالي پېښو له امله په کورمه کې د تګ راتګ لارې او سرکاري دفترونه، ښوونځي او بازارونه تړل شوي دي چې له وجې یې د سیمې اوسېدونکي د خوراک څښاک او نورو شیانو په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

په پاړه چینار کې د شیعه ګانو د یو تنظیم انجمن حسينیه مشر جلال حسین بنګښ مشال راډیو ته وویل چې هلته جګړه د ځمکې لانجې پر سر پیل شوه چې فرقه ییزه بڼه یې واخیسته او دا ډول وضعیت د سیمې د "بدبختیو" لامل دی.

له هنګو، اورکزیو او کواټه د مشرانو یوه جرګه په کورمه کې ده چې د اوربند هڅه کوي.

د کورمې انتظامیې لا رسماً د جګړې او د مسلې هواري په اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا د قانوني چارو وزیر افتاب عالم اپرېدي ویلي دي چې چارواکي هڅه کوي چې ژر تر ژره نښتې ودروي.

د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیر افتاب عالم پر ۲۴ ستمبر په خپل یو ویډیو پېغام کې ویلي، دا کوشش یې روان کړی چې په سیمه کې زر تر زره جګړه ودروي.

افتاب عالم ویلي، که څه هم د دواړو فریقین مشران تعاون کوي خو ځیني عناصر پر دغه لګیا دي چې په خپلو کې تفرقه، کرکه او نفرت پر خورولو د علاقې امنیت خراب کړي

صوبايي وزیر له مقامي خلکو غوښتي چې خپل ځانونه دې له جنګونو بچ وساتي او د هغه خلکو په حمایت کې دی نه ودریږي چې په علاقه کې شر و فساد خورولو ته یې دوام ورکړی.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

شیعه او سني مشرانو سږ کال د اګست پر ۲۶مه موافقه کړې وه چې د خوار کلي او بالشخېلو ترمینځ په سیمه کې به هېڅوک نورې نوې مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د جولای پر ۲۴مه شیعه ګانو او سنیانو ترمينځ د ځمکې پر سر جګړې شروع شوې وې چې تر شپږو ورځو روانې وې او یوشمېر سیمو ته غځېدلې وې. وروسته له بهره ورغلیو مشرانو هلته اوربند وکړ. د روغتیا اداره وايي چې په هغو نښتو کې د دواړو خواوو ۲۹۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

XS
SM
MD
LG