د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې پر اوربند سربېره په تازه نښتو کې ۳ تنه نور وژل شوي دي


امنیتي سرتېري د نښتو درولو لپاره له پاړه چیناره د کورمې نورو برخو ته روان دي - پخوانی انځور.
امنیتي سرتېري د نښتو درولو لپاره له پاړه چیناره د کورمې نورو برخو ته روان دي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا په کورمه کې پر اوربند سربېره د ضلعې په یوشمېر برخو کې تازه نښتې شوې دي چې پکې درې نور کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۲۶مه د شیعه ګانو او سنیانو مشرانو د سرکاري جرګې په مرسته د ډزبندۍ اعلان وکړ.

په همدې حال کې په پېښور کې شیعه او سني مشرانو او مدني فعالانو له وفاقي او صوبايي حکومتونو غوښتي دي چې ژر تر ژره دې په کورمه کې روانه جګړه ودروي.

د کورمې پولیسو او د روغتيا ادارې چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر ۲۶مې له نښتو سره په سیمه کې په روان تاوتریخوالي کې د وژل شویو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی. دوی وايي چې په نښتو کې تر ۱۰۰ زیات کسان ژوبل شوي هم دي.

په سده کې د سنیانو یو مشر ملک فخر زمان بنګښ مشال راډیو ته وویل چې دواړه لوري چې اماده دي چې نور به نه جنګېږي، نو نه پوهېږي چې "چا هغه ناوړه کار ته دوام ورکړی دی."

ده زیاته کړه چې حکومت ته واک ورکوي چې د نښتو نه درولو په صورت کې دې د ککړو کسانو او ډلې پرضد "سخته کاروايي وکړي."

د شيعه ګانو او سنيانو ترمینځ جګړه د سېپټېمبر پر ۲۰مه په بوشهره (بوشارو هم بلل کېږي) کې پر لانجمنه ځمکه د مورچو جوړولو پر سر د مدګي کلي او احمدزیو ترمینځ شروع شوې وه چې وروسته تر بالشخېلو، خوار کلی، پیواړ، تري منګل، مقبل، کونج عليزیو، غوز ګړۍ، بوغکي، بادامې (بدامه هم بلل کېږي)، کړمان او خومڅیو وغځېده او فرقه ییزه بڼه یې واخیسته.

په وروستیو ورځو کې دواړه خواوې په بوشهره کې په اوربند سلا شوې خو په نورو سیمو کې نښتې روانې دي.

په پاړه چینار کې د شیعه ګانو د سازمان انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګښ وايي چې نښته د ځمکې لانجې پر سر پیل شوه چې فرقه ییزه بڼه یې واخیسته. دی وايي چې په بوشهره کې اوربند وشو نو څه وجه ده چې په نورو ځایونو کې نه درېږي؟

د تاوتریخوالي پېښو له امله په کورمه کې د تګ راتګ لارې او سرکاري دفترونه، ښوونځي او بازارونه تړل شوي دي چې له وجې یې د سیمې اوسېدونکي د خوراک څښاک او نورو شیانو په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

د مرغې چینې یو اوسېدونکي فضل ربي د سېپټېمبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د خوراک څښاک شیانو، دواګانو، پېټرولو او نورو توکو کمښت پیدا شوی دی.

له هنګو، اورکزیو او کواټه د مشرانو یوه جرګه په کورمه کې ده چې د اوربند هڅو ته یې دوام ورکړی دی.

د کورمې انتظامیې لا رسماً د جګړې او د مسلې د هواري په اړه څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا د قانوني چارو وزیر افتاب عالم اپرېدي د سېپټېمبر پر ۲۴مه وویل چې چارواکي هڅه کوي چې ژر تر ژره نښتې ودروي.

په همدې حال کې شیعه او سني مشرانو او دیني عالمانو له وفاقي او صوبايي حکومتونو غوښتي دي چې په کورمه کې دې روان تاوتریخوالی ودروي.

هغوی د سېپټېمبر پر ۲۶مه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې له چارواکو وغوښتل چې ژر تر ژره دې په ضلع کې امن پر ځای کړي.

شیعه دیني عالم عابد حسین شاکري تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، حکومت باید پته ولګوي چې په کورمه کې څوک او ولې حالات خرابوي. "حکومت دې ژر تر ژره امن پر ځای کړي، ژوبل کسان دې روغتونونو ته ولېږدوي. د یو بل د مقدساتو سپکاوی حرام دی، د بل پر ځمکه قبضه کول هم حرام دي او باید حکومت د سیمې امنیت لپاره عملي اقدامات وکړي."

هلته په قامي اسمبلۍ کې د کورمې د استازي حمید حسین توري د سېپټېمبر پر ۲۶مه په پاړه چینار کې ولسي غونډې ته وویل چې په سیمه کې د اوربند عملي کولو هڅې روانې دي.

دی وايي چې لوړپوړي چارواکي هلته د امنیت ټینګښت لپاره ورغلي دي.

حسین په خبرو کې پر دواړو خواوو ټینګار وکړ چې په ښه او مثبتو خبرو کې د یو بل ملګرتیا وکړي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

شیعه او سني مشرانو سږ کال د اګست پر ۲۶مه موافقه کړې وه چې د خوار کلي او بالشخېلو ترمینځ په سیمه کې به هېڅوک نورې نوې مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د جولای پر ۲۴مه شیعه ګانو او سنیانو ترمينځ د ځمکې پر سر جګړې شروع شوې وې چې تر شپږو ورځو روانې وې او یوشمېر سیمو ته غځېدلې وې. وروسته له بهره ورغلیو مشرانو هلته اوربند وکړ. د روغتیا اداره وايي چې په هغو نښتو کې د دواړو خواوو ۲۹۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

XS
SM
MD
LG