د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې هیلي کاپټر غورځېدو په پېښه کې ۶ کسان وژل شوي، ۸ ژوبل دي


د پېښې ښکار شوی هیلي کاپټر اېم ای اته ډوله وو ـ پخوانی انځور.
د پېښې ښکار شوی هیلي کاپټر اېم ای اته ډوله وو ـ پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان په شېوه تحصیل کې د ماړي پټرولیم کمپنۍ چارټرډ هیلي کاپټر راپرېوتی دی چې پکې شپږ کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې (آی اېس پي آر) مشال راډیو ته په رالېږلي بیان کې ویلي دي چې په اېم آی اته ډوله هیلي کاپټر کې د درې روسي پیلوټانو په ګډون ۱۴ کسان سپاره ول، خو د دوی په وینا، تر ډي اېن اې ټېسټ وروسته به د وژل شویو کسانو پېژندنه وشي.

هیلي کاپټر نن د سېپټېمبر پر۲۸مه په شېوه اېل فیلډ یا د تېلو ساحه کې د انجن د خرابېدو له وجې راپرېوتی دی.
په بیان کې راغلي چې هیلي کاپټر د تخنیکي خرابۍ له وجې بېړنۍ ناسته کوله چې له ځمکې سره ټکر شو. ژوبل کسان د ټل پوځي روغتون ته وړل شوي دي. بیان زیاتوي چې داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي چې ګواکې د پېښې تر شا د ورانکارو لاس وي.
ماړي پټرولیم کمپني د شمالي وزیرستان په شېوه کې د تېلو او ګاز رااېستلو کار کوي او یو لوی پایپ لاین تر پنجاب پورې غځول شوی دی.

XS
SM
MD
LG