د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په کلتوري مېله کې شاوخوا ۴۰۰ هنرمندانو ګډون کړی


د کراچۍ په کلتوري مېله کې شاوخوا ۴۰۰ هنرمندانو ګډون کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00

کراچۍ ته د نړۍ د ۴۰ هېوادونو خواوشا ۴۰۰ هنرمندان ورغلي دي. دوی په هغه کلتوري مېله کې ګډون کوي چې د سېپټېمبر پر ۲۶مه پيل شوې او د اکتوبر تر اخره به دوام لري. سندرې، نغمې، سټېج ډرامې او نڅاوې د دې مېلې برخه دي. په مېله کې د کوربه هېواد پاکستان او د نړۍ له ځينو نورو هېوادونو ورغلي هنرمندان او هنرمندانې نڅاوې او نغمې وړاندې کوي. نندارچيان وايي په روانو ناامنه حالاتو کې دا مېله ښه ساتېری برابروي او نړۍ ته د پاکستان ښه انځور وړاندې کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ

XS
SM
MD
LG