د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د شنګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې لپاره اسلام اباد کې د پوځ ګومارلو منظوري ورکړې


د اسلام اباد په حساسه سيمه (رېډ زون) کې د پاکستان پوځيان ګزمه کوي ـ پخوانی انځور
د اسلام اباد په حساسه سيمه (رېډ زون) کې د پاکستان پوځيان ګزمه کوي ـ پخوانی انځور

د پاکستان حکومت د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکې سرمشریزې پر مهال په سرښار اسلام اباد کې د امنيت ډاډمن کولو لپاره د پوځ د ګومارلو منظوري ورکړې ده.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر پر څلورمه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې "لازم شمېر" پوځيان به د اکتوبر له پينځمې څخه د اکتوبر تر ۱۷مې پورې په اسلام اباد کې ځای پر ځای کېږي ترڅو د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزې پر مهال امنيت او نظم وساتي.

ټاکل شوې ده چې د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۳مه سرمشريزه به د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې وشي.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ز کال کې جوړ شو چې اته غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجکستان او ازبکستان د هغه سازمان باني غړي دي خو پاکستان او هند یې په ۲۰۱۷ز کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.

هغه سازمان د سیمې د سياست، امنيت او اقتصاد په برخو کې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر څلورمه پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د خپل زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو او "د عدلیې د ازادۍ" لپاره د اسلام اباد په جمهوریت څلورلاره یا ډي چوک کې د احتجاجي مظاهرې اعلان کړی دی.

پر دې مهال انتظامیې سرښار ته تلونکې يوشمېر لارې تړلې دي او په بېلابېلو ځایونو کې یې کانټینرونه درولي ول.

د پي ټي ای مشران وايي چې د اسلام اباد پوليسو د احتجاج پر مهال د هغوی لسګونه پلويان نيولي دي چې د عمران خان دوې خويندې هم پکې شاملې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د تحریک انصاف سیاستوالانو او پلویانو ته خبرداری ورکړی وو چې که په اسلام اباد کې یې د مظاهرې هڅه وکړه نو پرضد به یې اقدام وکړي.

محسن نقوي د اکتوبر پر درېیمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د ملایشیا د وزیراعظم په ګډون د نورو هېوادونو پلاوي د پاکستان په سفر دي نو ځکه دې تحریک انصاف احتجاج نه کوي.

XS
SM
MD
LG