د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي اېم مخکښ مشران وايي په "هر حال کې" جرګه کوي


د پي ټي اېم مخکښ مشران وايي په "هر حال کې" جرګه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ مشران وايي "په هر حال" کې به د اکتوبر پر ۱۱مه جرګه کوي. دوی د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې که حکومت د خیبر د جمرود په رېګي للمه کې درې ورځنۍ ناستې ته پرې نه ښوول نو بیا د پېښور پر سړکونو جرګه کوي. دا تر هغې وروسته ده چې پي ټي اېم تور پورې کړ چې پولیسو یې پر غړو او پلویانو ډزې کړې دي چې پکې درې تنه ووژل او له ۱۰ زیات ژوبل شول. د خیبر انتظامیې او پولیسو د غورځنګ د تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر پر وضعیت د بحث لپاره د اکتوبر پر ۱۰مه د چارواکو او ټولو ګوندونو سیاستوالان وربللي دي. ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG