د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوکۍ کې په وسلوال بريد کې ۲۰ مزدوران وژل شوي، ۷ ژوبل دي


په دوکۍ کې د وژل شويو مزدورانو جسدونه خپلوانو ته سپارل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

د اکتوبر پر ۱۱مه په دوکۍ کې د وژل شويو مزدورانو جسدونه خپلوانو ته سپارل شوي.

د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې ناپېژندليو وسلوالو د کویلې په کانونو کې پر کارکوونکو مزدورانو ډزې کړې چې لږ تر لږه ۲۰ تنه يې وژلې او اووه نور يې ژوبل کړي دي.

د دوکۍ د سرکاري روغتون یو چارواکي ډاکټر جوهر خان ترين مشال راډيو ته ويلي چې روغتون ته د ۲۰ کسانو مړي وروړل شوي دي. د نوموړي په خبره په اووه ژوبلو کې ځينې د دوکۍ او ځينې بيا د لورالايي روغتون ته رسول شوي دي.

چارواکي وايي چې وسلوال په کانونو کې د کارکوونکو مزدروانو د خوب خونو (کوټو يا کمرو) ته ورغلي، هغوی يې له خوپ راپاڅولي، بيا يې يو ځای درولي او ډزې يې ورباندې کړي دي.

تر اوسه د دې بريد ذمه واري چا نه ده منلې، خو تر دې وړاندې د کويلې پر کانونو او هلته پر کارکوونکو مزدورانو د زياتره دا ډول بريدونو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلې ده.

د دوکۍ انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) کلیم الله کاکړ مشال را‌ډیو ته ویلي دي چې وسلوال تر پېښې وروسته تښتېدلي دي خو دوی د لټون عمليات او د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د دوکۍ سیمې د پولیسو مشر همایون خان رسنیو ته ویلي چې په وژل شويو مزدورانو کې درې د افغانستان او نور د بلوچستان له ژوب، کلا سيف الله، پښين، هرنايي، موساخېل او کچلاغ (کچلاک) سره اړه لري.

تر پېښې وروسته د اکتوبر پر ۱۱مې پر سهار د دوکۍ په باچا خان څلور لارې کې ځايي ولس، د کويلې د کانونو مزدورانو او د وژل شويو کسانو خپلوانو احتجاج پيل کړی دی.

احتجاج کوونکو له حکومته غوښتنه کوله چې د دوی د ځان او مال حفاظت دې وکړي او په دا ډول پېښو کې ککړ کسان دې ونيسي.

د بلوچستان د اعلا وزیر میر سرفراز بګټي له لوري د اکتوبر پر ۱۱مه په خپور شوي یو بیان کي د دوکۍ ځايي چارواکو ته امر شوی چې په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو لپاره دې سيمه کلابنده کړي.

په بلوچستان کې د سکرو يا کويلې له کاروبار سره په مجموعي توګه د لسګونو زرو خلکو روزګار تړلی دی. د کانونو مالکان وايي، له هغه وخت راهیسې چې امنیتي اندېښنې پیدا شوې دي، مزدوران دې ته زړه نه ښه کوي چې په غرنیو سیمو کې کانونو ته ولاړ شي.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو (کویلې) کاروباریان وايي، اېف سي ځواک هره میاشت ورڅخه د امنیت ساتنې په نامه په لکونو روپۍ اخلي خو امنیت یې نه ساتي.

د کویلې د کانونو مالکانو په وروستيو کې مشال راډيو ته ويلي وو چې اېف سي ځواک ته د هر یو ټن سکرو پر سر ۲۲۰ روپۍ ورکوي چې دا د ورځې څه باندې ۲۰ لکه او د میاشتې شاوخوا شپږ نیم کروړه روپۍ جوړېږي.

د اېف سي ځواک ویاند پر دې موضوع له خبرو ډډه وکړه خو د سیمې پارلېماني استازی وايي چې له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره غږېږي. البته د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند وايي چې اېف سي ځواک ته د یوې هوکړې له مخې پیسې ورکول کېږي چې دا "ناقانونه عمل نه دی."

بلخوا د سکرو د کانونو مالکانو او کاروباریانو مشال راډیو ته ويلي چې بېلتونپاله وسلواله ډله بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) ورڅخه باج اخلي، او که يې ور نه کړي نو بيا د مرګ ګواښونه ورته کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG