د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر له جرګې وړاندې کواټ ټنل تړل شوی


د خيبر له جرګې وړاندې کواټ ټنل تړل شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:25 0:00

په داسې حال کې چې نن (د اکتوبر پر ۱۱مه) په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګه کېږي، د اکتوبر پر ۱۰مه د خیبر پښتونخوا د جنوبي او مرکزي ضلعو نښلوونکې لار په کواټ کې تړلې ده. د کواټ سرنګ يا ټنل د بندېدو له امله نه یوازې مساپر، بلکې د مال وړونکو ګاډو ډرېوران هم له ستونزو سره مخامخ دي. ډرېورانو ویلي چې په ګاډو کې یې سبزي او مېوې بار دي او که ټنل ژر خلاص نه شي، لوی مالي زیان به وویني. بلخوا د کواټ انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) عبدالاکرم ویلي چې د ټنل د خوندیتوب لپاره يې هغه بند کړی، ځکه چې د هغه په وينا له باروتو ډک ګاډی هر وخت ټنل ته داخلېدای شي. ویډیویي رپورټ.

XS
SM
MD
LG