په اسلاماباد کې د سعودي عرب پلاوي د پاکستان له حکومت سره د ۲.۲ اربه ډالرو په ارزښت د مختلفو پروژو په اړه تفاهم ليکونه لاسلیک کړي دي.
دا تر هغه وروسته ده چې د سعودي عربستان د پانگونې وزیر خالد بن عبدالعزیز الفالح په مشرۍ د سعودي یو لوړ پوړی پلاوی د اکتوبر پر نهمه د پاکستان په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد چې موخه یې د څه باندې دوه اربه ډالرو د سوداګرۍ او پانګونې وړاندیزونه حتمي کول ول.
د پاکستان دولتي رسنيو راپور ورکړی چې د اکتوبر پر ۱۰مه د دواړو هېوادونو چارواکو او پانګوالو په یوه دستوره کې د ۲۷ مختلفو پروژو په اړه د همکارۍ تفاهم ليکونه لاسلیک کړل.
په دې تفاهم ليکونو کې د کرنې، ټېکنالوژۍ، تعلیم، معدنیاتو او پېټرولیم په یو شمېر نورو برخو کې د همکارۍ پروژې شاملې دي.
تر هغې دستورې وروسته د سعودي پلاوي د پاکستان له وزيراعظم شهبار شريف سره د هغه په دفتر کې ملاقات وکړ.
شهباز شريف د سعودي د پانګونې وزير اوسني دورې ته په اشارې وويل چې دا دوره د پاكستان او سعودي ترمينځ د سرمايه كارۍ د اړيكو پياوړي کولو لپاره يو مهم ګام دی.
د سعودي د سرمايه كارۍ وزير په پاكستان كې په بېلا بېلو برخو، په ځانګړې توګه د كانونو، كرنې، خوړو او بنيادي اډانې په ساحو كې د پانګونې زياتولو په اړه د سعودي عرب د عزم څرګندونه وكړه.
په هغه ملاقات کې د پاکستان مرستيال وزيراعظم اود بهرنيو چارو وزیر اسحاق ډار، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير او يوشمېر نور وفاقي وزيران هم موجود ول.