د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليس: په نوښار کې له واده څخه د انکار له امله يوه جينۍ وژل شوې


پا پاکستان د ښځو د وژنو د پېښو پرضد په وار وار مظاهرې شوې دي. پخوانی انځور
پا پاکستان د ښځو د وژنو د پېښو پرضد په وار وار مظاهرې شوې دي. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په نوښار کې پوليس وايي چې له واده څخه د انکار له وجې یوه ۱۸ کلنه جینۍ وژل شوې ده.

د پبو تاڼې پوليسو د اکتوبر پر ۱۴مه مشال رېډيو ته وویل، وژل شوې جینۍ د مردان اوسېدونکې وه او چې کله د اکتوبر پر ۱۳مه ماښام مهال د تره له زوی شهسوار سره پر موټر سايکل روانه وه چې د پبو له سبزي منډۍ سره نېزدې پرې دوو کسانو ډزې وکړې او ويې وژله.

شهسوار په پبو تاڼه کې رپورټ (ايف ای ار) دایر کړی چې پکې یې پر حمید او ودود نومې دوو کسانو د جينۍ د وژنې تور پورې کړی دی. نوموړي په رپورټ کې دعوه کړې چې حميد له دې جینۍ سره واده کول غوښتل خو هغې انکار وکړ نو ځکه يې ووژله. د تورنو کسانو دريځ لا مخې ته نه دی راغلی. پوليس وايي د مبینه وژونکو د نیولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې دي.

په خيبر پښتونخوا له واده څخه د انکار پرته په بېلا بېلو پېښو کې ښځې وژل کېږي چې پرضد يې د بشري حقونو سازمانونو مظاهرې کړې دي. دوی وايي چې په پاکستان کې د ښځو پر ضد د تشدد مخینوي لپاره قوانین شته خودوی شکایت کوي چې پر دغو قوانینو په سمه توګه عمل نه کېږي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG