د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د ټي اېل پي او پولیسو ترمنځ نښتو کې یو تن وژل شوی


په کراچۍ کې د ټي اېل پي او پولیسو ترمنځ نښتو کې یو تن وژل شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

په کراچۍ کې د سیند روادارۍ کمېټې فعالان وایي چې پولیسو پرې هغه وخت تشدد وکړ کله چې يې په سیند کې د زیاتېډونکې انتهاپسندۍ ضد احتجاج کاوه چې پکې يې غوښتنه کوله چې د ډاکټر شاهنواز په قتل کې ککړ کسان دي ونیول شي. ډاکټر شاهنواز په وروستیو کې د مذهب سپکاوي په تور وژل شوی وو. خو د روادارۍ کمېټۍ د دې مظاهرې په ځواب کې د تحریک لبیک پاکستان پلویانو د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاج هڅه کوله چې د مخنيوي پر مهال يې له پوليسو سره اخ و ډب وشو. تحریک لبیک تور پورې کوي چې د پوليسو په ډزو کې يې یو غړی وژل شوی، پوليس د يو کس د وژلو پېښه تاييدوي خو وايي چې دا نه ده معلومه چې د چا په ډزو کې وژل شوی دی. ویډیویي رپورټ

XS
SM
MD
LG