د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې وسلوالو د پوليو واکسيني ډلې له ساتونکو پولیسو وسلې اخيستي


په پاکستان کې پولیس د پولیو کېمپېن د ساتنې پر مهال ـ پخوانی انځور.
په پاکستان کې پولیس د پولیو کېمپېن د ساتنې پر مهال ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې وسلوالو د پولیو څاڅکو ورکولو ډله یرغمل کړې او د هغوی له ساتونکو پولیسو یې وسلې اخیستې دي.

د ضلعې انتظامیې او پولیسو ځینو چارواکو، چې د رسنیو سره د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نن (د اکتوبر پر ۲۹مه) ناپېژندلي وسلوال د شیوه سیمه يیز روغتیایي مرکز ته ورغلل او د پولیو څاڅکو ورکونکې ډله یې یرغمل کړه او د ډلې له ساتونکو درو پولیسو څخه یې ټوپکې واخیستې.

چارواکي وایي، وروسته سیمه يیز مشران هغه ځای ته ورغلل او تر خبرو وروسته وسلوالو د پولیو څاڅکو ورکوونکي کارکوونکي او پولیس پرېښوول خو وسله یې له ځانه سره یووړه.

د هغې پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

تر پېښې وروسته په شیوه کې د پولیو څاڅکو ورکولو کېمپېن دریدلی دی خو د شمالي وزيرستان په نورو برخو کې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د شمالي وزیرستان په ګډون په خیبر پښتونخوا او ټول پاکستان کې د اکتوبر له ۲۸مې د ګوزڼ د مخنيوي څاڅکو ورکولو اووه ورځنی واکسيني کېمپېن روان دی.

دا کیمپېن پر داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې د اکتوبر تر ۲۸مې پورې د پولیو ۴۱ پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۱، په سیند کې ۱۲، په خیبر پښتونخوا کې شپږ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG