د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن دعوه کړې چې په قبايلي ضلعو کې د پاکستان پوځ موجوديت د امن لپاره نه بلکې پر "وسایلو د قبضې" لپاره دی.
هغه د اکتوبر پر ۳۰مه، په ډيره اسماعيل خان کې يوې جلسې ته په وينا کې دعوه وکړه چې د حکومت واکداري ختمه شوې او خلک له ماښام وروسته بهر نه شي وتلای. د هغه په وينا د ناامنۍ يوه لويه وجه دا ده چې "ریاستي ادارې په ايين کې د ورکړل شويو دندو پر ځای په نورو کارونو مصروفې دي".
مولانا فصل الرحمن زیاته کړه: "دلته پر موټروې يوپُل دی. پورته پرې پوځيان ولاړ دي او لاندې ترې وسلوال. دا زموږ د ترهرګرۍ ضد جنګ دی. موږ د ترهګرۍ ضد هېڅ پالیسي نه لرو بلکې ترهګري د خلکو د وېرولو لپاره استعمالېږي. د صوبو پر وسايلو باید د صوبې خلک واک لري. طاقتورې ادارې هر ځای ته رسېدلي دي. دوی وايي امن راولو خو زه وايم تاسو زموږ پر وسايلو د قبضې لپاره راغلي یاست."
مولانا فضل الرحمن همداراز پر حکومتي پالیسيو نيوکې وکړي او ويې ويل چې له خپلو دوستانو سره یې هم اړیکې خرابې کړې ډي. هغه ادعا وکړه چې که څه هم چين په پاکستان کې د اقتصادي راهدارۍ لویه پروژه پر مخ بیايي، خو بیا هم د امن په نامه وېرول کېږي.
تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ د مولانا فضل الرحمان د تورونو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی. خو تر دې مخکې یې څو ځلې ويلي چې د امن لپاره یې ګڼ عمليات کړي او پوځ قربانۍ ورکړې دي. حکومت دا هم وايي چې خلک باید پر امنيتي ادارو نيوکې ونه کړي.
په دې وروستيوو کې په خیبر پښتونخوا او بلوجستان کې ناامني زیاته شوې ده. د دغو بریدونو او ناامنيوو پر ضد د سیمې خلکو په بیا بیا پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. له ډېره اسماعیل خان سره نېږدې په بنو کې د سوداګرو ټولنې د اکتوبر پر ۲۲مه د امنیت لپاره پرلت وهلی دی. تر دې مخکې د مې پر ۱۰مه د درازنده جرګې پر حکومت غږ کړی وو چې د امن پر ځای کولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي. پر دې سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنه، د اکتوبر پر ۲۵مه، په بنو او ګڼو نورو سیمو کې د امن لپاره پراخ احتجاجونه شوي وو.
د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د "ترهګرۍ ختمولو ته ژمن" دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر د سېپټېمبر په پیل کې ویلي ول چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.