کراچۍ کې مېشتو هندوانو د دیوالي مراسم پیل کړي دي
دیوالي د هندوانو د خوشالۍ نمانځلو یو مهم مذهبي دود دی چې په ټوله نړۍ کې یې لمانځي. په کراچۍ کې سږ کال د دیوالي لمانځنه د نومبر په لومړۍ نېټه پیل شوې او درې ورځې به دوام لري. د دیوالي پر مهال، هندوان په خپلو کورونو او عبادت ځایونو (مندرونو) کې عبادتونه کوي. هغوی مندرونه او کورونه په رنګارنګ څراغونو او رڼاګانو ښکلي کوي، ډيوې بلوي، پټاخې الوزوي، او خوشحالي کوي. دغه ورځ د یو بل ته د ډالیو ورکولو او د ځانګړو خوراکونو د خوړلو له لارې لمانځل کېږي. ویډیویي رپورټ