د بې درکه بلوڅانو د راخوشي کولو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان مشر وايي چې نامعلومو کسانو په کوټه کې د بې درکه کسانو د خپلوانو د احتجاجي کېمپ خېمه سوځولې ده.
د سازمان مشر ماما عبدالقدير بلوڅ د نومبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې نومبر د پينځمې او شپږمې ترمينځ شپې مهال ځینې ناپيژندل شوي کسان په موټر کې ورغلي ول او د کوټې د خبريالانو مرکز (پرېس کلب) مخې ته يې د ورکو کسانو د خپلوانو د احتجاجي کېمپ خيې ته اور اچولی او ورانه کړې يې ده.
نوموړي د دې پېښې په غندلو له حکومته وغوښتل چې تورن کسان دي د څارګرو کېمرو په مټ معلوم کړي او ګرفتار دي يې کړي.
مشال راډيو د پېښې د تصديق لپاره د کوټې د پوليسو له مشر محمد بلوڅ سره د ټېلېفون له لارې په وار وار د تماس نيولو هڅه وکړه خو هغه ټېلېفون ته ځواب و نه وايه.
د کوټې پرېس کلب مخې ته د بې درکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان "وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز" لخوا دغه کېمپ له ۲۰۰۹ز کال راهيسې لګېدلی دی چې پکې هره ورځ د ورک کړل شویو بلوڅانو خپلوان کښېني او د خپلوانو د خوشي کولو لپاره احتجاج کوي. دغه کسان د شپې خپلو کورونو ته ولاړ شي.
حوران بلوڅه هم هره ورځ دغه کېمپ ته ورځي. نوموړې وايي چې له تېرو اتو میاشتو راهيسې يې ماما او د خاله زوی بې درکه دي نو ځکه هره ورځ د خپل غږ پورته کولو لپاره په کېمپ کې کښېني.
نوموړې د نومبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې د مړو تر غم د بې درکه کسانو غم دروند وي. هغې زیاته کړه چې ډېري داسې کورنۍ پېژني چې خپلوان يې بې درکه کړل شوي دي، خو هغوی له وېري څخه غږ نه شي کولای.
په پاکستان کې له اوږدې مودې راهيسې زرګونه کسان ورک دي چې زياتره يې بلوڅان او پښتانه دي. د بې درکه کسانو کورنۍ، د راخوشي کولو لپاره يې فعاله سازمانونه او د بشري حقونو فعالان د کسانو د بې درکه کولو تور د هغه هېواد پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي او ادعا کوي چې ځینې کسان يې په "جعلي نښتو" کې وژل شوي هم دي، خو پوځ او استخباراتي ادارو دا تورونه په وار وار رد کړي دي.
ما ما قدير د روان ۲۰۲۴ز کال په اګست په میاشت کې مشال راډيو ته ويلي ول چې د خلکو د جبري بې درکۍ عمل اوس هم دوام لري چې د هر عمر کسان پکې دي. "په بې درکه کسانو کې د ۷۰ کالو د عمر خلک هم شته، د ۲۵ کالو هم شته او د ۱۲ کالو د عمر شته خو اوس هم [د امنيتي ادارو] عمليات روان دي او خلک بې درکه کېږي او مړي يې موندل کېږي."
په پاکستان کې په زوره د خلکو د بې درکه کولو لړۍ له کلونو راهيسې روانه ده خو د دې هېواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په دور [۱۹۹۹-۲۰۰۸ز] کې په دې کې زياتوالی راغلی. په بې درکه شويو کسانو کې زده کوونکي، وکيلان، سياسي او مدني فعالان، خبريالان، ډاکټران، پوليس، خاصه دار او مشکوک وسلوال شامل دي.
د بې درکه کسانو د راخوشي کولو لپاره د بلوڅو ګوندونو او سازمانونو او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټی اېم) په وار وار مظاهرې کړې دي. په دې اړه بلوڅ سازمانونه په ځانګړې توګه ډېر فعاله دي او وخت په وخت يې د بلوچستان، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون په نورو سيمو کې مظاهرې، جلسې او پرلتونه وهلي دي.
د پاکستان هر حکومت له بلوڅو ګوندونو او د ورکو کسانو له خپلوانو او فعاله سازمانونو سره په وار وار مذاکرات کړي او ژمنې يې کړي دي چې د بې درکه کسانو دغه ستونزې به هواروي خو لا په بشپړه توګه هواره شوې نه ده.