د کورمې زرګونو خلکو د نومبر پر اوومه د تړل شویو لارو د خلاصېدو او په سيمه کې د امنيت ټينګولو لپاره له پاړه چيناره د صدې پر لور پلی احتجاجي لاریون پیل کړی دی.
د دې احتجاج او د انجمن حسینيه يو مشر جلال حسین بنګښ د نومبر پر اوومه په يو ويډيويي پيغام کې پر حکومت غږ وکړ چې مساپر دې خوندي او ټولې لارې دې پرانېزي.
هغه زیاته کړه چې احتجاج یې ځکه پيل کړی چې حکومت د امنيت ساتلو ژمنې نه دې پوره کړي "زموږ د دې لاريون مقصد یوازې دا دی چې لارې خلاصې شي. زموږ دا احتجاج به تر هغې روان وي ترڅو حکومت ټولې لویې لارې د شيعه او سني وګړيو لپاره خوندې کړې نه وي."
خو د کورمې يو پولیس افسر د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې تر څو یې پر لویو لارېو امنيت نه وي باوري کړی، تر هغې يې د خلاصولو اجازه نه شي ورکولای. د هغه په وينا د لارو پرانیستلو او په عمومي ډول د امنيت بحالولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
اوسنی لاریون تر هغې وروسته پیل شوی چې کله د نومبر پر پینځمه په بګن کې له ډاډ قمر سره نېږدې له پېښوره د پاړه چینار پر لور روان د شیعه مساپرو پر دوو ګاډو وسلوال برید وشو. په هغه پېښه کې د پېواړ مشتاق علي او د شیلوزو وهاب علي وژل شوي او ورسره یوه ښځه لږ ژوبله شوې ده.
تر دې وړاندې هم د اکتوبر پر ۱۲مه د مقبلو د قوم د ګاډو پر کاروان په بريد کې ۱۷ تنه ووژل شول. تر هغه وړاندې، پر همدغه ورځ وسله والو د کونج عليزوغره ته پر تليو درو کسانو ډزې کړې وې چې پکې هغوی ژوبل شوي ول. چارواکي وایي، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.
تر هغې پېښې وروسته نه يوازې د ټل - پاړه چینار مرکزي سړک بند شوی دی بلکې په سيمه کې د تګ راتګ ټولې لويې لارې هم تړل شوې دي.
د لاریون يو ګډونوال او ځايي مشر ابرار حسین جان توري د نومبر پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې د لارو تړل کېدو له کبله د دواړو خواوو (شيعه ګانو او سنیانو) خلک له ستونزه سره مخامخ شوي دي.
د لارو په پرانیستلو کې تر ټولو لوې خنډ تراوسه حکومت ته په بريد کې په مبینه توګه د لاس لرونکو مشکوکو کسانو نه سپارل دي.
حکومت د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه د شیعه ګانو قامي مشرانو ته پر مساپرو د شوي برید په پیښه کې د شینګک، نستي کوټ او کونج علېزو ۴۴ تورنو خلکو په ګډون د ۶۲ نورو کسانو یو لېسټ سپارلی وو.
د دې کسانو د نيولو لپاره حکومت د نیستي کوټ، کونج علېزو او شینګک سيمو محاصرې ته دوام ورکړی او د دغو سيمو ۱۰۰ مشکوکه کسان يې نیولي هم دي خو د پېښې اصل تورن کسان يې لا نه دې ګرفتار کړي.
په پیرقیوم کې د سنیانو یو ځايي مشر حکمت خان حکمتیار د نومبر پر اوومه نېټه مشال راډیو ته وويل چې دوی لارې نه دې بندې کړې او نه يې پر چا برید کړی دی. هغه زیاته کړه چې د مقبلو پر قافله برید سنيان خفه کړي دي.