د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په جنوبي وزیرستان کې ۴ پوځیان وژلي دي


په جنوبي وزیرستان کې د پوځ ګاډي ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.
په جنوبي وزیرستان کې د پوځ ګاډي ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ ويلي چې په جنوبي وزيرستان کې يې له وسلوالو سره د نښتې پر مهال څلور پوځیان وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د نومبر پر اوومه په خپور کړي بيان کې ادعا کړې ده چې د نومبر پر شپږمه يې د هغې نښتې پر مهال پینځه مشکوک وسلوال هم وژلي دي.

بيان کې دا نه دي ويل شوي چې وژل شويو وسلوالو په کومې ډلې پورې تړاو درلود، او نه هم تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه غبرګون ښوولی دی.

د پاکستان پوځ د نومبر پر دويمه هم د جنوبي وزيرستان په سروېکۍ سيمه کې د څلورو وسلوالو د وژلو ادعا کړې وه.

د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې وسلوال بريدونه او د ناامنۍ پېښې زياتې شوي چې ولسونو يې په وار وار د مخنيوي لپاره احتجاجونه کړي او پرلتونه يې وهلي دي.

بلخوا حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG