د بر جنوبي وزیرستان د شکتوی سیمې اوسېدونکي وايي، د نومبر په اتمه د پوځ لخوا د هاوان توغندیو توغولو په نتیجه کې په شارکۍ کلي کې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.
د شارکۍ کلي یو اوسیدونکي جان عالم د نومبر په اتمه مشال راډیو ته وویل چې د سهار د ۱۱ بجو په وخت کې د هاوان توغندی وچاودېد چې ماشومانو ته یې پکې مرګژوبله ورواړوله. نوموړی وايي: "دوه ماشومان ځای په ځای ووژل شول او یو ژوبل شو. د ماشومانو عمرونه د ۸ او ۱۲ په منځ کې دي. "
د سیمې یو بل اوسېدونکي یاسین مشال راډیو ته وویل چې د هاوان توغندی د پاکستان د پوځ لخوا توغول شوی دی. هغه وايي: "د سیمې خلک د شک توی چوک ته راوتلي دي او جسدونه یې هلته اېښي دي. موږ انصاف غواړو، دا ماشومان ولې وویشتل شول؟ د دوی څه کناه وه؟."
په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر شېرزاده مسید مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې د پلټنو له سره حاجت نشته، د پوځ کومو سرتېرو چې هاوان توغندي توغولي، هغوی دې ونیول شي. "دوی دې له نوکریو نه وویستل شي او پر ضد یې باید قانوني کارروايي وشي. دا ظلم شوی دی ځکه چې کمعمره ماشومان په نښه شوي دي."
په بر جنوبي وزیرستان کې د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د شکتوی په شارکۍ کلي کې د هاوان د توغندیو د لګېدو د پېښې پلټنه کوي او زر به واضحه شي چې دا پېښه څنګه رامنځ ته شوله؟
له بر جنوبي وزیرستان نه وړاندې د خیبر ضلعې په تیرا کې د نومبر په شپږمه د مارټر يا هاوان مرميو بريد په نتیجه کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه نور ژوبل شوي وو. د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) په وینا دا پېښه د تیرا په بوټان شریف سیمه کې مخې ته راغلې وه.
عيني شاهدان او د ژوبلو ماشومانو د کورنۍ غړي وایي د پوځیانو لخوا د هاوان د څلورو مرمیو توغولو په نتيجه کې يې له سکول څخه کور ته روان دوه ماشومان ووژل شول او پينځه نور ژوبل شول، او دا ډول ځينې کورونه هم زيانمن شول. اوس د باړې مشرانو د یادې پېښې پر ضد د احتجاج پرېکړه کړې ده.
بلخوا د دغه بريد په اړه د سیمې امنیتي چارواکو لا څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې د سیمې مشرانو ته ویلي ول چې دوی په تیرا کې د وسلوالو خلاف عملیات کوي.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ځايي خلک وخت په وخت پر ولسي ځایونو د مرمیو او اوتوغندیو د لګېدو شکایتونه کوي. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د مارټر ګولو د لګېدو په پېښو کې ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پر ضد یې ځایي ولس احتجاجونه هم کړي دي.