د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوکۍ کې ۳ مزدوران تښتول شوي دي


د بلوچستان په دوکۍ کې د کويلې په يو کان کې د مزدورانو تر مړينې وروسته خلک ورټول شوي ـ پخوانی انځور
د بلوچستان په دوکۍ کې د کويلې په يو کان کې د مزدورانو تر مړينې وروسته خلک ورټول شوي ـ پخوانی انځور

د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه دوکۍ کې وسلوالو د سړک جوړونې کمپنۍ پر کېمپ بريد کړی او درې مزدوران يې تښتولي دي.

د دوکۍ د‌ تاڼې مشر همايون خان ناصر مشال راډيو ته ويلي دي چې د نومبر پر ۱۳مه وسلوالو د تعميراتي کمپنۍ ماشينونو هم زيانمن کړي دي.

نوموړي زياته کړې ده چې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د پېښې پلټنې او د ککړو کسانو پرضد د لټون عمليات پيل کړي دي خو تر اوسه يې څوک نه دي نيولي.

د هغه په وينا، تښتول شوي مزدوران د پښتون مېشتې سيمې کچلاغ (کچلاک) اوسېدونکي دي.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو تر دې وړاندې په تېرو وختونو کې د دا ډول زياترو پېښو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۴مه هم د بلوچستان د بار وړونکو لاریو د مالکانو اتحاديې په کلا سیف الله او بوري (لورالايي) کې له هغې صوبې څخه د پنجاب او خیبر پښتونخوا پر لوري تلونکي لويې لارې احتجاجاً تړلې دي.

په لورالايي کې ځايي کسانو او د ټرکونو مالکانو د نومبر پر ۱۴مه لارې بندې کړي او د امنيت غوښتنه کوي
په لورالايي کې ځايي کسانو او د ټرکونو مالکانو د نومبر پر ۱۴مه لارې بندې کړي او د امنيت غوښتنه کوي

د هغې اتحاديې پخواني مشر سهېل خان کاکړ د نومبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې په وروستيو کې وسلوالو ورباندې د بلوچستان په دوکۍ، هرنايي، زیارت او ځينو نورو برخو کې بریدونه کړي چې نه یوازې يې ټرکونه ورسوځولي بلکې ډرېورانو ته يې هم مرګژوبله اړولې ده.

د لاريو د مالکانو اتحاديې د نومبر پر ۱۱مه په بلوچستان کې د درو ورځو لپاره د سکرو (کويلې) له بارولو او وړلو انکار کړی وو او د دې پرېکون لامل يې هلته ناامني ښوولې وه.

تر دې وړاندې، د نومبر پر ۱۰مه د بلوچستان ټرانسپورټرانو اتحاديې هم اعلان کړی وو چې د سکرو پر لاریو د وسلوالو بریدونو پر ضد به د نومبر له ۱۱مې څخه د نومبر تر ۱۴مې پورې د سکرو بارول بندوي.

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند د نومبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې د لاریو د مالکانو د اتحاديې له مشرانو سره يې خبري پیل کړې دي.

په وروستيو کې د بلوچستان په دوکۍ او شاوخوا سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي. د نومبر پر نهمه وسلوالو په سکرو بار څلورو ټرکونو ته اور اچولی وو چې پکې، د چارواکو په وينا، درې لارۍ بشپړې وسوځېدې.

تر هغه وړاندې، په دوکۍ کې د اکتوبر ۱۰مې او ۱۱مې ترمينځ شپې مهال وسلوالو د سکرو په کانونو کې پر کارکوونکو ډزې وکړې او لږ تر لږه ۲۲ کان کيندونکي يې ووژل او شپږ نور يې ژوبل کړل چې ټول پښتانه ول. د هغه بريد مسوليت چا نه وو منلی.

بلخوا د روان ۲۰۲۴ز کال د مارچ پر ۲۳مه هم وسلوالو په دوکۍ کې د د سکرو اووه مزدوران تښتولي ول چې ۳۸ ورځې وروسته يې خوشې کړل.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG