افغانې نجلۍ د سولې یوه نړیواله جایزه ګټلې
۱۷ کلنې افغانې نجلۍ نیلا ابراهیمي د سولې یوه نړیواله جایزه ګټلې. د نېدرلینډز په پلازمېنه ایمسټرډم کې د ماشومانو د حقونو یوې موسسې هغې ته جایزه ورکړې. هغه موسسه وايي چې نیلا ابراهیمي د خپلو زړورو هڅو له وجې پر نړیوال کچ ځوانانو ته الهام ورکوي. ابراهیمي په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لومړی پاکستان او بیا کاناډا ته کډواله شوه. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.