ماشومانو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ تالار کې غونډه کړې ده
د خیبر پښتونخوا په لسګونو ماشومانو د صوبايي اسمبلۍ په تالار کې په غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث کړی دی. د هغې غونډې تابیا اسمبلۍ او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) د نومبر پر ۲۰مه د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت کړې وه. د دې کار موخه ماشومان د اسمبلۍ له کار خبرول ول. په غونډه کې د ماشومانو د تعلیم په اړه یو پرېکړه لیک هم منظور شو. ویډیويي رپورټ.