د اوکراین د جګړه ځپلي کوپیانسک اوسېدونکي څنګه ژوند کوي؟
د روسیې پوځ د اوکراین د خارکیف سیمې له کوپیانسک ښاره یوازې څو کېلېومیټره لیرې ځای پر ځای شوی دی. په هغه ښار کې شاوخوا ۴،۰۰۰ کسان لا هم ژوند کوي. د مشال راډیو د روسي ټېلېوېژن خبریال بورېس سچالکو له ځايي خلکو سره په هغه جګړه ځپلې سیمه کې د ژوند پر څرنګوالي غږېدلی دی. د کوپیانسک یوه اوسېدونکې وايي له هغه ځایه یې د وتلو پرېکړه کړې. نور د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو په جوړ رپورټ کې.