پولیسو اسلام اباد ته ورغلې لارې تړلې دي
په اسلام اباد کې پولیسو د ښار په ځینو برخو کې کانټینرې درولي دي او ښار ته ورغلی لارې یې تړلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تحریک انصاف ګوند د نومبر پر ۲۴مه د اسلام اباد ډي څلورلاري ته د تللو او هلته د احتجاج اعلان کړی دی. تحریک انصاف د عمران خان خوشې کېدل او نورې غوښتنې لري. ټرانسپورټران وایي پولیسو ورڅخه ۸۰۰۰ کانټېنرونه نیولي دي او لارې یې ورباندې بندې کړي چې ورڅخه دوی ته سخت تاوان اوښتی دی. د طاهرخان ویډیو