د تحریک انصاف احتجاج کوونکي اسلام اباد ته د رسېدو په هڅه کې دي
د پاکستان تحريک انصاف غړي او مشران د يوې ورځې تېرېدو برسېره هم د احتجاج لپاره د اسلام اباد ډي چوک ته نه دې رسېدلي. د ګوند زنداني بنسټګر عمران خان د نومبر پر ۱۳مه پر خپلو پلويانو غږ کړی وو چې د نومبر پر ۲۴مه دې په اسلام اباد کې احتجاج وکړي. خو حکومت پلازمینې ته تلونکې ټولې لارې تړلې دي او په ګڼ شمېر کې يې پولیس او رېنجرز ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. ویډیویي رپورټ