د خیبر پښتونخوا د مومندو په امبار کې په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او شپږ تنه ژوبل دي.
د مومندو د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې پېښه د نومبر د ۲۹مې نېټه په ماخوستن شاوخوا نهه بجې د چارګلي کلي په یو کور کې شوې ده چې پکې د یوې کورنۍ غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دی وايي چې د هغې کورنۍ غړو دعوه کړې چې وسلوالو یې کور ته بم غورځولی دی. خو پولیس چارواکی زیاتوي چې د پېښې څرنګوالي په اړه پلټنې کوي. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
د مومندو ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي ضلعو کې هم وخت په وخت په ورته چاودنو کې عامو خلکو او امنیتي سرتېرو او پولیسو ته مرګژوبله اوړي. د نومبر په ۲۶مه د بر جنوبي وزیرستان په سره روغه (سره راغه) تحصیل کې د پوځ پر ګاډي په بمي بريد کې یو سرتېری وژل شوی او دوه ژوبل شوي وو.
تر هغې وړاندې د باجوړ په خار سیمه کې د نومبر په ۲۳مه په دوو جلا جلا چاودنو کې د يو پولیس والا په ګډون دوه تنه وژل شوي او یو تن ژوبل شوی وو. همدا رنګه په باجوړ کې د نومبر پر ۱۴مه د جماعت اسلامي ګوند يو مخکښ هم وژل شوي وو.
د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ګوندونو او فعالانو د ناامنۍ پېښو پرضد مظاهري او لاريونو کړي دي. خو حکومت او امنيتي اداري وايي، په قبايلي ضلعو کې د وسلوالو پرضد هدفي عمليات دوام لري.