د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو او نجونه د ملاتړ غږ کړی دی


افغان مېرمنو وخت پر وخت د طالبانو حکومت له خوا د دوی د حقونو تروړل کېدو پرضد احتجاجونه کړي دي. (انځور: ارشیف)
افغان مېرمنو وخت پر وخت د طالبانو حکومت له خوا د دوی د حقونو تروړل کېدو پرضد احتجاجونه کړي دي. (انځور: ارشیف)

د بخښنې نړیوال سازمان (اېمنسټی انټرنېشنل) د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه پر خېله اېکس پاڼه ليکلي، له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دوی د افغان ښځو پر زده‌ کړو له بندیزه نیولې د غږ تر ممنوعیت پورې د ټولو ننګونو پر وړاندې مبارزه کړې او پیاوړې درېدلې دي.

په دغه پیغام کې د هغه طوماریا غوښتنلیک یادونه هم شوې چې هدف یې د افغان ښځو ملاتړ او د نړیوالې ټولنې لخو پر طالبانو د فشار راوړل دي.

په بیان کې غوښتنه شوې چې د افغان ښځو پر وړاندې د زور زیاتي او تاوتریخوالي سره د مبارزې لپاره پر غوښتنلیک انلاین لاسليکونه وشي چې تر مخې يې نړیواله ټولنه اړه شي چې د خبرو او پيغامونو پر ځای رغنده اقدامات وکړي.

سازمان ټینګار کړی چې د یوه میکانیزم له مخې د بشري حقونو د ټولو سرغړونو په خاطر له طالبانو پوښتنه وشي او نړیواله ټولنه له هرې ممکنې لارې پر طالبانو فشار راوړي.

طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر۱۵مه په زور پر افغانستان واکمن شوي وو او له هغه راهیسې یې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي او د زده‌‌کړو، کار او سیاسي او ټولنیز فعالیتونو په ګډون یې د هغوی يو شمېر حقونه تروړلي دي.

د نړۍ یوه هیواد هم تر اوس د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د امریکا په ګډون یو شمېر هیوادنو وخت پر وخت پر طالبانو غږ کړی چې که له نړۍ په رسمیت پېژندل غواړي نو دې د مېرمنو د حقونو په شمول ټول بشري حقونه ومني.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډېکارلو د طالبانو له خوا له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ۲۰۲۴م کال د سېپټېمبر پر ۲۳مه ویلي وو چې، " په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف نوی قانون د دوحې پروسه له مينځه وړلو له خطر سره مخامخ کوي."

خو د طالبانو د حکومت چارواکي دعوه کوي چې د دوی د تشريح شوي (اسلامي شريعت) تر مخې يې د افغان ښځو حقونه خوندي کړي دي. دا هغه دعوه ده چې نړیوالو، د بشري او ښځو د حقونو دفاع کوونکي او افغان ښځې يې نه مني.

XS
SM
MD
LG