د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د ناامنیو د زیاتېدونکو پېښو ضد احتجاج شوی


په جنوبي وزیرستان کې د ناامنیو ضد په وارې وارې احتجاجونه شوي دي. پخوانی انځور
په جنوبي وزیرستان کې د ناامنیو ضد په وارې وارې احتجاجونه شوي دي. پخوانی انځور

د جنوبي وزیرستان اوسېدونکو په سره روغه سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره احتجاج کړی دی.

یو مشر ملک سید انوار د ډېسېمبر پر دویمه مشال راډيو ته وویل چې په سیمه کې يې د ناامنیو او د پوځ لخوا په کاروایانو کې عام ولس په نښه کېږي چې ورته نور د منلو وړ نه دی.

"موږ غوښتنه وکړه چې له تېرې څه مودې راهیسې پر خلکو مارټر ګولې اورول کېږي، کورونه ړنګېږي او بېګناه خلک نیول کېږي. په وزیرستان کې پوځي عملیات هم شوي دي او پوځ موږ واپس راوستلو. تاسو (پوځ) ویل چې موږ سیمه له ترهګرو پاکه کړې ده نو اوس خو له ترهګرو څخه زموږ او د سیمې تحفظ د پوځ ذمه واري ده."

ملک سید انور زیاته کړه چې ترڅو يې غوښتنې و نه منل شي تر هغو پورې احتجاجونو ته دوام ورکوي.

په جنوبي وزیرستان کې پوځي او انتظامي چارواکو د احتجاجیانو د غوښتنو په اړه لا څه نه دې ویلي خو البته تر دې وړانډې دوی په وارې وارې ويلي چې د وسلوالو ضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی او د سیمې امنیت ته ژمن دي.

په جنوبي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي ضلعو کې تر دې مخکې د عملیاتو او د پوځ او وسلوالو ترمینځ د نښتو پر مهال په ورته پېښو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پرضد یې خلکو پراخې مظاهرې کړې دي.

تر دې وړاندې د نومبر پر ۱۸مه هم د بر جنوبي وزیرستان په لدا کې ځايي خلکو د پوځ د توغندي په برید کې د یو ځايي وګړي د وژنې پرضد احتجاجي پرلت وهلی وو چې وروسته يې له چارواکو سره تر مذاکراتو وروسته ختم کړ.

د نومبر پر نهمه د جنوبي وزیرستان په شکتوی کې د مارټر مرمۍ لګېدو په پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي ول چې پرضد یې د سیمې اوسېدونکو د پوځ کیمپ مخې ته پرلت وهلی وو. مظاهرچیانو د نومبر پر ۱۰مه خپل احتجاج د چارواکو تر ډاډ وروسته ختم کړ.

داراز، د نومبر پر شپږمه په تیرا کې د مارټر يا هاوان مرميو په برید کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه ژوبل شوي ول چې پرضد يې باړې سياسي اتحاد د نومبر پر اتمه نېټه احتجاجي مظاهره وکړه.

خیبر پښتونخوا د بنو د بکاخېلو اوسېدونکو په سیمه کې په پوځي عملیاتو کې ولسي وګړو ته د اوښتو زیانونو ضد د ډېۍمېبر پر درېيمه خپل احتجاج ته دوام ورکړی دی.

هغوی د نومبر ۳۰مې پر سهار د بکاخېلو په منډیۍ احتجاج پیل کړ او وايي چې د نومبر له ۲۹مې نېټې څخه په غوړا بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده، د ګرځبندیز له وجې خلک په کورونو کې ایسار دي او له نورو ستونزو سره هم مخامخ دي.

امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو چارواکو د نومبر ۲۹مې پر ماخوستن مشال راډیو ته ویلي ول چې په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې ۱۰ مشکوک وسلوال وژلي او پکې دوه زده کوونکي ژوبل شوي دي.

پوځي چارواکو د بکاخېلو د احتجاج په اړه مشال راډیو ته ویلي چې په هغه سیمه کې وسلوال فعال دي او د هغوی د پټنځایونو ختمولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

هغوی له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.

په وروستيو کې د شمالي وزيرستان په ګډون په بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يوشمېر نورو سيمو کې هم د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

پوځ وخت په وخت په هدفي عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د نومبر پر ۱۲مه شپې مهال په شمالي وزيرستان او د بلوچستان په کېچ کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په دوو جلا جلا عملیاتو کې د ۱۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو او د شپږو د ژوبلولو ادعا کړې وه.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG