د امریکا قونسلګرۍ د پېښور او مردان د ۳۲۵ زده کوونکو لپاره د انګریزي ژبې او مسلکي مهارتونو پروګرامونه پرانیستي دي.
د ډېسېمبر پر دویمه نېټه په پېښور کې په یو هوټل کې د پروګرام پرانیست غونډې پر مهال د امریکا قونسل جنرل شانټي مور مشال راډیو ته وویل چې د پوهنتونونو هلکانو او نجونو ته د انګلیسي ژبې او تخنیکي مهارتونو ورښوولو موخه دا ده چې په خیبر پښتونخوا کې نوی نسل د راتلونکو چلینجونو لپاره تیار کړي.
هغه وویل چې د "انګلیش ورکس" په نوم ددې شپږ میاشتنی پروګرام هدف د وخت له غوښتنو سره سم د زده کوونکو تخنیکي مهارتونه لوړول دي.
د پېښور قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۰۵ز کال راهیسې له دې پروګرام څخه په ټول پاکستان کې د ۲۷,۰۰۰ نه زیات زده کوونکي ګټه اخیستې ده.
د غونډې پر مهال، د امریکا قونسل جنرل وویل چې د "انګلش ورکس" پروګرام زده کوونکو ته د انګریزي ژبې او مسلکي مهارتونو د زده کړې لپاره یو مهم ګام دی. هغه وویل چې په دې کې به د انګلیسي ژبې، لیډرشپ، او تخنیکي مهارتونو زده کړې ته ځانګړې توجه ورکول کېږي. نوموړي هیله وښووله چې د انګلیسي زده کړې سره به زده کوونکي په راتلونکو وختونو کې د کار او روزګار په برخه کې غوره موقعې ترلاسه کړي.
په خیبر پښتونخوا کې د امریکا د قونسلګرۍ د انګلش پروګرام سیمه ییز منتظم مدثر علي شاه مشال راډیو ته وویل چې د دې پروګرام موخه د زده کوونکو په ځان باور لوړول او د وخت غوښتنو سره سم د هغوی چمتو کول دي. هغه زیاته کړه چې پوهنتونونو او کالجونو ته تلونکو نجونو او هلکانو ته وړیا سکالرشپ ورکول کېږي ترڅو انګلیسي او د نوې دور تخنیکي مهارتونه زده کړي.
مدثر علي شاه زیاته کړه چې دا مهال دا پروګرام د پېښور په شهید بېنظیر بوټو وومن یونیورسټۍ کې د ۲۰۰ نجونو او په مردان کې د "ایګټیو مومنټ ډیولپمنټ ارګنایزېشن" په مرسته د ۱۲۵ هلکانو او نجونو لپاره پیل شوی دی.
د امریکا د قونسلګرۍ استازې رابعه شاه وویل چې دا پروژه مخکې هم په مرحله واره ډول ترسره شوې او لا هم هغې لړۍ ته دوام ورکوي. هغې زیاته کړه چې زده کوونکي د نوې دور مهارتونه په لنډ وخت کې زده کولی شي.
په دې غونډه کې ځینو زده کوونکو د "انګلش ورکس" پروګرام د پیل په اړه د خوشحالۍ څرګندونه وکړه. هغوی وویل چې د انګلیسي ژبې او تخنیکي مهارتونو زده کړه به دوی د هر ډول چلینجونو سره د مقابلې لپاره چمتو کړي.
په پېښور کې د امریکا قونسلګرۍ چارواکو وویل چې دا پروګرام له ۲۰۱۷ز کال راهیسې په خیبر پښتونخوا کې روان دی او د ۱۰۰۰ نه زیات زده کوونکي یې د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او د خپلو روزګارونو پیلولو په اړه روزلي دي. هغوی زیاته کړه چې د ۱۷ نه تر ۲۵ کلونو عمر لرونکي زده کوونکي په اسانه په دې پروګرام کې ګډون کولی شي.