نامتو طبله غږوونکي ذاکر حسين ته په طبله غږولو د عقیدت پېرزوينې وړاندې شوي
د پښتنو په ګډون د نړۍ يوشمېر هنرمندانو د هند وتلي طبله غږوونکې ذاکر حسين پر مړینه خپګان ښوولی او هغه ته يې د عقیدت پېرزوینې وړاندې کړې دي. ذاکر حسين د ډېسېمبر پر ۱۶مه مړ شو. هنرمندانو د هغه مړینه موسیقۍ ته لوی زیان بللی دی. هندي وزیراعظم نريندرا مودي هغه يو داسې نابغه بللی چې په وينا يې، د هند په کلاسیکي موسیقۍ کې يې انقلاب راوست. ويډيو رپوټ