فلسطینی هنرمند د جګړې له پاتې شونو هنري توکي جوړوي
په سوریه کې یو فلسطینی کډوال د جګړې په ترڅ کې د ړنګو شویو ودانیو له ملبې بېلابېل شیان راټولوي او په خپلو هنري نمونو کې یې کاروي. هغه دې کار ته "د ملبې لاندې د هیلې" نوم ورکړی دی. دغه هنرمند وایي چې د ژوند ترخې تجربې هېرول اسان نه دي، خو هڅه کوي چې منفي سوچ په مثبته انرژي بدل کړي او خپل هنر ته دوام ورکړي. د رویټرز خبري اژانس په ویډیويي راپور کې تفصیل وګورئ چې ملیحه امیرزاده یې وړاندې کوي.