د سوریې (شام) نوې اسلامپالې واکمنې ډلې، هیت تحریر الشام (اېچ ټي اېس)، سمدلاسه په افغانستان کې د طالبانو له حکومته ځان ليرې کړی دی.
د هغې ډلې مشر احمد الشرع ژمنه کړې چې ښځو ته به د تعلیم اجازه ورکړي او د خپل هېواد د یووالي لپاره به یو ټولشموله حکومت جوړ کړي. اوس به دا کتل وي چې ایا اېچ ټي اېس به په داسې اقداماتو سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي؟
کله چې په شام کې هیت تحریر الشام وسلوالې ډلې د ولسمشر بشارالاسد حکومت ړنګ کړ، د افغانستان واکمنو طالبانو بې له ځنډه مبارکي ورکړه. کله چې د شام حکومت مخالفه وسلوالو پلازمېنه دمشق ونیوه، نو طالبانو وویل هیله من دي چې دا ډله به د یو خپلواک اسلامي حکومت بنسټ کښېږدي. خو تر هغه دوه اونیو وروسته، اېچ ټي اېس هڅه کوي چې د حکومت لپاره له هغې لارې ځان بدل ښکاره کړي چې طالبانو په افغانستان کې غوره کړې ده.
د یادونې وړ ده چې اېچ ټي اېس د امریکا او اروپایي ټولنې له خوا یوه ترهګره ډله بلل شوې ده.
د هغې ډلې مشر، احمد الشرع، چې مخکې د ابو محمد الجولاني په نامه پېژندل کېده، ژمنه کړې چې د ښځو د حقونو، له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو او په کور دننه د روغې جوړې لپاره به د طالبانو پرتله منځلارې تګلاره غوره کوي. نوموړي تېره اوونۍ بي بي سي ته ووويل چې په شام او طالبانو کې ډېر توپیر دی او د دواړو حکومتونو نظامونه له يو بله توپير لري.
د اېچ ټي اېس مشر زیاته کړې چې د شام په ادلیب کې د هغوی تر واکمنۍ لاندې پوهنتونونو کې ۶۰ سلنه زده کوونکې نجونې دي او دا ډله به هېڅکله عیسوۍ ښځې د پردې کولو ته مجبوره نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې طالبانو د کابل تر نیولو وروسته له اووم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل، او د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر میاشت کې یې په پوهنتونونو او مسلکي کالجونو کې هم د نجونو پر زدکړو بندیزونه ولګول. طالبانو د دې کار لپاره د شریعت نوم کارولی دی، خو نړیواله ټولنه او په افغانستان کې ډېر خلک دا نه ورسره مني.
په هر صورت، اېچ ټي اېس بیا هم د ښځو د بشپړې ازادۍ په حق کې نه دی او په دې اړه بېلابېل محدودیتونه په پام کې لري.
د اېچ ټي اېس په مشرۍ د لنډمهاله حکومت ویاند، عبیده ارناوط ویلي دي چې د عدلیې په برخه کې د ښځو د واکمنۍ موضوع لا د څېړونکو او کارپوهانو د مطالعې موضوع ده. نوموړی په پارلېمان او حکومت کې د ښځو د کار په اړه هم ورته نظر لري، خو د هغه څرګندونو د ښځو د حقونو د فعالانو اعتراضونه راوپارول او دغې اسلامپالې ډلې ته یې خبرداری ورکړ چې د مذهبي واکمنۍ له عملي کولو ډډه وکړي.
د اېچ ټي اېس اصلي سیاسي پیغام د شام د متنوع توکمیزو او مذهبي ډلو تر مينځ یووالی او پخلاینه ده. په دې ډلو کې ځینې له ۲۰۱۱ز کال راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکېلې دي. د دغې ډلې مشر د ډېسېمبر پر ۲۲مه خبریالانو ته وویل چې سوریه د ټولو ګډ هېواد دی، او دوی کولای شي چې په یوه ځای کې ژوند وکړي.
دې اقداماتو مثبتې پایلې لرلې دي. د ډېسېمبر پر ۲۰مه، واشنګټن د احمد الشرع پر سر د ۱۰ مېلیونه ډالرو د جايزې اعلان بېرته واخیست، او د شام نوې واکمني هڅه کوي چې پر دې هېواد لګېدلي نړیوال بندیزونه لیرې کړي.
په افغانستان کې ډېری طالب مشران اوس هم د امریکا او ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخامخ دي، او پر ځینو د نجونو پر زدکړو د بندیزونو له امله سفري محدودیتونه عملي شوي دي.
په داسې حال کې چې اېچ ټي اېس په سوریه کې خپل واک پیاوړی کوي، غربي حکومتونه او سفارتکاران د دغې وسلوالې ډلې په ژمنو باور کولو کې له احتیاطه کار اخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، اېنتني بلېنکن، د ډېسېمبر پر ۱۸مه په نیویارک کې یوې غونډې ته وویل چې طالبانو په پیل کې یوه معتدله څېره وړاندې کړه، یا لږ تر لږه د دې هڅه یې وکړه، خو چې کله یې افغانستان ونیوه، نو بیا یې خپل اصلي رنګ ښکاره کړ.
نوموړي هيت تحرير الشام ته ښوونه وکړه چې له نړیوالې انزوا څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره باید د خپل هېواد پرمختګ ته پاملرنه وکړي.