د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د يوې مياشتې لپاره د قانون ۱۴۴ ماده نافذ کړه او پر احتجاجونو یې بندیز ولګاوه


امنيتي ځواکونو په کوټه کې لاره بنده کړې ده - پخوانی انځور
امنيتي ځواکونو په کوټه کې لاره بنده کړې ده - پخوانی انځور

د بلوچستان حکومت وايي د دیسمبر له ۳۰مې راهیسې یې د امن ساتلو لپاره د قانون ۱۴۴مه ماده اعلان کړې او د خلکو په غونډېدو بندیز دی.

د بلوچستان کورنیو چارو وزارت د دیسمبر پر ۳۰مه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي په داسې حالت کې پنځو یا تر دې زیاتو کسانو ته په یو ځای د ټولېدو اجازه نه وي، د وسلو په نمایش پابندي وي وي او څوک د احتجاجي لاریون یا مظاهرو حق نه لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په بلوچستان صوبه کې به د قانون ۱۴۴مه ماده تر یوې میاشتې پورې نافذه وي. د حکومت په خبره په دې يوه میاشت کې به ګڼ کسان يو ځای نه شي ورغونډېدلی، جلسې، مظاهرې او احتجاجونه نه شي کولی.

دا اعلان پر داسې مهال شوی دی چې د بلوچستان پوهنتون زده کوونکو د دیسمبر پر ۳۰مه احتجاج کاوه. دوی له پولیسو سره نښتې هم کړې دي. مظاهرينو د امنيتي ځواکونو لخوا د تالاشيوو شکايت درلود، د زده کوونکو پر سیاسي فعاليت بندیز د لیرې کولو او د زده کوونکو د نه ګرفتاريوو غوښتنه یې کوله. حکومت په هغه اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

پر دې سربیره، په بلوچستان کې په دې وروستيوو کې استادانو د خپلو نوکريوو لپاره مظاهرې کړې وي. همداراز د روغتیا ادارې د کارکوونکو خپل یو میاشتنی احتجاج د دیسمبر پر دېرشمه ختم کړ. دوی دا احتجاج د سرکاري روغتونونو شخصي سکتور ته د ورکولو حکومتي پرېکړې پر ضد پیل کړی وو. د روغتیا ادارې کامندانو د بلوچستان های کورټ په امر خپل احتجاج ختم کړی دی.

په بلوچستان کې د روغتیا ادارې د کارمندانو د احتجاج له ختمولو وروسته، د دیسمبر له دېرشمې څخه په هغه صوبه کې ماشومانو ته د پولیو ضد د څاڅکو د ورکولو بهیر پیل شوی دی. دا بهیر به اووه ورځې دوام کوي.

د پاکستان په نورو صوبو کې د دیسمبر له ۱۶مې څخه د دیسمبر تر ۲۲مې پورې د پوليو اووه ورځینی واکسيني مهم شوی وو خو په بلوچستان کې د روغتیا ادارې د کارکوونکو احتجاج له وجې ځنډول شوی وو. په پاکستان کې روان کال د پولیو د مثبتو کیسونو شمېر ۶۸ ته رسېدلی دی. د پولیو تازه مثبت کیس پرون د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې وموندل شو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG