د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان جرګې پر حکومت د امنیت ټينګولو غږ کړی دی


په شمالي وزیرستان او نورو قبايلي سيمو کې د زیاتېدونکي امنیتي ستونزې په اړه جرګې زیاتې شوې.
په شمالي وزیرستان او نورو قبايلي سيمو کې د زیاتېدونکي امنیتي ستونزې په اړه جرګې زیاتې شوې.

د شمالي وزیرستان جرګې له حکومته غوښتنه کړې چې امنیت دې ټینګ او د وسلوالو مخ په زیاتېدونکو کاروایانو مخه دې ونیسي.

د جنوري پر لومړۍ د داوړو دغه جرګه د میرلي په خسوخېلو کې وشوه چې پکې د داوړ قام د ټولو قبیلو مشرانو ګډون وکړ. دوی وويل چې په سيمه کې يې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی، هره ورځ د پوځ او وسلوالو ترمينځ نښتې کېږي چې پکې د ولسي وګړیو سر او مال ته زیان رسېږي.

یو مشر مولانا بیت الله جرګې ته په وینا کې وويل چې داوړو پرېکړه کړې ده چې اجازه به ورنکړي چې د عملیاتو په پلمه دوی بیا له خپلو سيمو څخه کډوالۍ ته اړایستل شي.

د جرګې د غوښتنو په غبرګون کې د ځايي انتظامیې او پوځ چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې په سیمه کې د وسلوالو د کارروایۍ د تندېدو د مخنیوي لپاره حکومت اقدامات کوي او د عملیاتو پر مهال د ولس خوندیتوب پاملرنه کوي.

نه يوازې په شمالي وزیرستان بلکې په نورو قبايلي سيمو کې هم د امنیت په اړه د قامونو او قبیلو جرګې زیاتې شوې دي. قبايلي سيمو کې يو ځل بیا وسلوال فعاله شوي چې پرضد يې پوځ عملیات هم زیات کړي چې له کبله يې د ولسي وګړیو ژوند له کړاوونو سره مخ شوی دی.

له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني زیاته شوې چې د پاکستان د پوځ په وینا، د مخنیوي لپاره یې هدفي عملیات دوام لري. خو د ځینو ځایونو خلکو پکې ولسي وګړو ته د زیانونو اوښتو پر ضد په وار وار احتجاجي مظاهرې او جرګې کړې دي.

XS
SM
MD
LG