د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمې ته د مرستو کاروان د امنیتي ستونزو له کبله ځنډول شوی


د پاړا چینار لپاره د خوراکي توکو او دوايانو کاروان د ډزو له امله ځنډول شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

د پاړا چینار لپاره د خوراکي توکو او دوايانو کاروان د ډزو له امله ځنډول شوی

د خيبر پښتونخوا حکومت د کورمې پاړا چنار ته د خوراکي توکیو او نورو شيانو وړونکي ګاډو د قافلې تګ ځنډولي دی.

په کواټ کې يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د جنورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې په سامانونو بار ګاډي د ټل چاوڼۍ ته نزدي ولاړی دي او د صوبايي حکومت امر ته انتظار باسي.

د ټل چاوڼۍ مخې ته د ولاړو ګاډو ځينو ډرايورانو مشال راډيو ته وويل چې له تېرو څو ورځو د لارو خلاصيدو او د قافلې روانيدو په تمه ولاړ دي او اوس له مالي تاوان سره مخامخ دي.

د کورمې لپاره په سامان بار ټرکونه په ټل کې ولاړ دي
د کورمې لپاره په سامان بار ټرکونه په ټل کې ولاړ دي

د پاړا چينار اوسېدونکو هم مشال راډيو ته وويل چې بايد حکومت دې د جرګې پرېکړې عملي کړي او په سيمه کې دې د امنيت پر ځايې کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سېف د جنورۍ پر پنځمه پر ایکس پاڼه لیکلي چې د مرستو په سامانونو بار د ټرکونو دا کاروان یې اوسمهال د امنیتي اندېښنو له کبله ایسار کړی دی او چې زمینه برابره شي نو به یې لېږي.

د جنورۍ پر څلورمه پاړه چینار ته روان د مرستو دغه کاروان له هغه وروسته ستون شو چې د کورمې مرستیال کمشنر او شپږ نور کسان په بګن کې د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې ټپیان شول.

په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر څلورمه د ضلعې انتظامي مشر یا مرستیال کمشنر جاوید الله محسود په بګن کې د روان پرلت ختمولو ته ورغلی وو او پر دې مهال ډزې شوې دي.

چارواکي وویل چې په ډزو کې د جاوید الله محسود تر څنک دوه پولیس او دوه د ملېشه ځواک عسکر او ورسره دوه نور عام وګړي هم ټپي شوي دي.

د اعلا وزیر سلا کار بېرسټر محمد علي سېف پر ایکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې زیاته کړې چې اعلا وزیر د دې پېښې نوټس اخیستی دی او په دې کې لاس لرونکو ته به سخته سزا ورکول کېږي.

نوموړي په یو بل بل کې ویلي چې په دې پېښه کې ټپي شوی د کورمې مرستیال کمشنر جاویدالله مسید او د هغه یو ساتونکی هم د پېښور پوځي روغتون ته وړل شوی دي.

که څه هم د کورمې انتظامیې او صوبايي حکومت د دې پېښې د څرنګوالي په اړه دریځ نه دی وړاندې کړی خو د بګن سیمې یو مشر اقبال بادشاه د جنورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، "چې کله د سرکاري ګاډو قافله سیمې ته پر ننوتو شوه نو یو تن هوايي ډزې وکړې چې د هغې په ځواب کې ملیشه ځواک ورباندې نېغ په نېغه ډزې پیل کړې چې دوه کسان پکې ټپي شو."

اقبال بادشاه زیاتوي، تر هغې پس هغلته موجود ځیني کسانو په سرتیرو ډزې پیل کړې چې دا ژوبله پکې رامنځ ته شوه.

اقبال بادشاه دا هم وویل چې د مرستیال کمشنر جاوید الله محسود موټر د پېښې په ځای کې نه دی لګېدلی.

په بګن کې له یوې اونۍ راهیسې ځايي اوسېدونکي د خپلو مطالبو لپاره په احتجاج دي او غوښتنه کوي چې حکومت دې دوی ته د فرقه ییزو نښتو پرمهال د اوښتي مالي زیان تاوان ورکړي.

احتجاج کوونکي دا غوښتنې هم لري چې له سیمې دې وسلې ټولې کړل شي، مورچې دې ړنګې کړل شي او د هغو ناقانونه ډلو پرضد دې ګامونه واخیستل شي چې د دوی په وینا، "پر بګن د شوي یرغل او پر مسافرو بریدونو کې لاس لري."

دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې د سولې لپاره د شیعه او سني ډلو ترمنځ د سولې تړون پر لاسلیک کېدو سربېره په پاړه چینار کې ځايي خلکو پرلت جاري ساتلی دی.

احتجاج کوونکي وايي چې د جرګې تایید کوي، خو تر هغه وخته به احتجاج جاري ساتي چې د پاړه چینار لویه لاره نه وي پرانيستل شوې او امنیت نه وي باوري شوی.

د بره کورمې تحصیل چېرمېن اغا مزمل حسین د جنورۍ پر درېيمه مشال راډیو ته وویل چې د لارو تړل کېدو د خوراکي موادو او درملو د نشتوالي تر څنګ د شاوخوا ۴،۰۰۰ کسانو روزګارونه له خطر سره مخامخ کړي دي.

هغه وویل چې د کورمې ستونزه یوه بشري مسله ده او باید پر دې سیاست ونه شي. نوموړي وویل چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا حکومتونو او وفاقي حکومت سیمې ته درمل او خوراکي مواد لېږلي دي، خو د هغه په خبره دا د ۶۵۰،۰۰۰ خلکو لپاره کم دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG