د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو سفارت په اسلام اباد کې د شاوخوا ۸۰۰ افغانانو پر نیولو اندېښنه ښوولې ده


پاکستان کې پوليس د بې اسناده افغانانو د لټون د عملياتو پر مهال د يور تالاشي اخلي ـ انځور له ارشيفه
پاکستان کې پوليس د بې اسناده افغانانو د لټون د عملياتو پر مهال د يور تالاشي اخلي ـ انځور له ارشيفه

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په دغه ښار کې د شاوخوا ۸۰۰ افغانانو پر "خپلسري" ګرفتاريو "سخته اندېښنه" ښوولې ده.

سفارت د جنورۍ پر شپږمه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې په نيول شويو افغان وګړو کې هغه کسان هم شامل دي چې په پاکستان کې يې د استوګنې قانوني اسناد درلودل.

په بيان کې د پاکستان له لوري د افغان وګړو افغانستان ته په زوره د لېږدولو موضوع هم ياده شوې او ويل شوي دي چې له هغو څخه ۱۳۷ داسې دي چې د خپلو ختمو شويو وېزو د تمديد لپاره يې درخواستونه جمع کړي ول.

د بيان له مخې، دې چارو د افغان کورنيو، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، له يوه بله د جلا کولو جدي ستونزه زېږولې ده.

په بيان کې د پاکستان پر حکومت غږ شوی دی چې دې اندېښنو ته "سمدستي" ځواب ووايي.

بلخوا د اسلام اباد ضلعې انتظاميې د جنورۍ پر اوومه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د ټولو اسناد لرونکو وګړو د حقونو ساتنې ته "ژمنه" ده.

بيان زياتوي چې انتظاميه يوازې هغه بهرنيان باسي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. د اسلام اباد د ډېپټي کمېشنر دفتر وايي چې د روان ۲۰۲۵ز کال په لومړۍ اونۍ کې يې تر اوسه ۱۸۳ "غير قانوني" بهرنيان له سرښاره ايستلي دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د اسلام اباد او راولپېنډۍ د پولیسو مشرانو د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر ۲۶مه وويل چې د پاکستان تحریک انصاف د زنداني بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره يې په اسلام اباد کې د همهغې ورځې د احتجاج پر مهال د تاوتریخوالي پر سر د ۶۴ افغانانو په ګډون تر ۱،۱۵۰ زیات کسان نیولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پر هم هغه ورځ وویل چې د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته به هغه افغانان په اسلام اباد کې نه پرېږدي چې هلته د اوسېدو اجازتنامه نه لري.

تر اوسه د پاکستان حکومت د هغې اجازتنامې د پروسې په اړه تفصيل نه دی شريک کړی. بلخوا د اسلام اباد د پوليسو وياند شريف الله خان هم ويلي دي چې تر اوسه افغانانو ته په پلازمېنه کې د استوګنې د اجازتنامې ورکولو پروسه نه ده پيل شوې.

د طالبانو سفارت زياته کړې ده چې په اسلام اباد کې د افغانانو د استوګنې لپاره د اجازتنامې د پروسې په اړه د وضاحت نشتوالی د "خپلسري توقیف او اخراج" د ستونزمنو پیښو لامل شوی دی.

په اسلام اباد کې مېشت افغانان هم تور پورې کوي چې پوليس يې په يوه او بله پلمه نيسي.

په اسلام اباد کې افغان خبريال عبدالاحد ځيرک، چې د جنورۍ پر اوومه د دوو نيول شوو کورنيو د خلاصون لپاره د حاجي کيمپ په سيمه کې د پوليسو په يو مرکز کې موجود وو، مشال راډيو ته وويل چې په نيول شويو کسانو کې ځينې خبريالان هم دي. نوموړي وويل چې پوليسو هغه مرکز ته تر سړو زياتې ښځينه بنديانې وروستي دي.

ځيرک زياته کړه "ستونزه دا ده چې هېڅوک زموږ غږ نه اوري. موږ يو ځای هم نه دی پرېښې. وکيلانو، چارواکو او عدالت ته ورغلي يو، خو هر څوک وايي چې موږ بې وسه يو. دلته يې زموږ يوه خبرياله شبانه احمدي، د هغې ورور، خور او مور هم راوستي دي. په کور کې يې فقط معيوب پلار پاتې دی. موږ ته له دوی سره د ليدلو اجازه هم نه راکوي."

ایمان مزاري: په اسلام اباد کې ۳۰۰ پښتانه مزدوران نیول شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00

تر دې وړاندې، د جنوري پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې يوې افغان کډوالې نسرين په يو وټس اپ ګروپ کې په خپاره کړي غږيز پيغام کې ادعا وکړه چې د اسلام اباد د ډپټي کمېشنر دفتر ته په هغه ښار کې د استوګنې د اجازتنامې لپاره ورغلې وه خو هلته پوليسو محاصره کړه او د هغې د نيولو هڅه يې وکړه.

نوموړې زياته کړه "هلته يوشمېر نور افغانان هم راغلي ول چې د اړي ګړي له امله له يوې کورنۍ څخه ماشوم هم ورک شو. دوی ټول په عذاب شول او اجازتنامه يې هم ترلاسه نه کړه."

په اسلام اباد کې زیاتره هغه افغانان ژوند کوي چې بهرنیو هېوادونو ته د تللو په انتظار هلته د لنډې مودې لپاره مېشت دي.

په امريکا کې ميشت افغان حقوق پوه او ليکوال پروفېسر عبدالقيوم نظامي مشال راډيو ته وويل چې له څه مودې راهيسې ځينو هېوادونو د پناه غوښتنې له قضيو څخه هم سياسي او اقتصادي ستونزه جوړه کړې ده.

نوموړي د جنورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې په پناه غوښتونکو کې "قانوني" او "غير قانوني" نه وي.

هغه زياته کړه "تر ۲۰۲۱ز وروسته پاکستان ته تلونکي زياتره هغه افغانان دي چې په افغانستان کې يې ژوند له خطر سره مخامخ دی. که دغه کسان بېرته افغانستان ته وليږدول شي نو سر او عزت ته به يي خطر وي."

خو په اسلام اباد کې د ای ناين سيمې د پوليسو مشر جمشيد خان د اسناد لرونکو افغان کډوالو د نيولو او بېرته افغانستان ته د هغوی د ليږدولو تورونه رد کړل. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې دوی يوازې بې اسناده کډوال نيسي او د هغوی د نيولو لړۍ له ډېرې مودې راهيسې دوام لري.

نوموړي زياته کړه چې تر اوسه دوی ته په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د استوګنې د اجازت نامو کتلو په اړه هېڅ لارښوونه نه ده شوې.

بلخوا په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (يو اېن اېچ سي ار) وياند قيصر اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې دوی د پاکستان له حکومت سره په تماس کې دي او ورته ويلي يې دي چې د افغان کډوالو د نيولو او افغانستان ته د هغوی له ستنولو ډډه وکړي. نوموړي زياته کړه چې دوی له افغان کډوالو سره هر ډول مرستې ته چمتو دي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. خو د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ورغلي دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې د حکومت په وينا له ۸۰۰،۰۰۰ زيات افغانان يې خپل هېواد ته ستانه کړي دي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر ۳۰ لکه پورې افغانان په پاکستان کې مېشت دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG