د ګاډو مينځلو په ځای کې مو ډاروونکې څهرې ليدلي؟
په دوبۍ کې یو سړي د ګاډو مینځلو لپاره داسې ځای جوړ کړی دی چې پکې کارکوونکو ډاروونکې څیرې اچولي او د خوند لپاره خلک ډاروي. خو دغه ځای ته د ماشومانو د تګ اجازه نه شته. د ګاډو مينځلو د ځای څښتن وايي چې د دې کار مقصد یې مشتريان زیاتول دي. انیسې اجمل په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو راپور جوړ کړی دی.