په لاس اېنجلس اور ګڼ کورونه سوځولي او زیانمن کړي دي
د امریکا د کیلېفورنیا ایالت د لاس اېنجلس په یوشمېر سیمو کې اور لګېدلی دی. راپورونه وايي چې په اور کې لږ تر لږه پینځه تنه وژل شوي او یوشمېر ژوبل دي. رسنۍ وايي، په اور کې د ځنګله تر څنګ ګڼ کورونه او ودانۍ سوځېدلې او زیانمنې شوې دي. چارواکي وايي، د اور وژنې عملیات دوام لري او په ځینو سیمو کې یې خلکو ته د کورونو پرېښودو امر کړی دی. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.