د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې ده


افغان کډوال تور پورې کوي چې پوليس يې په يوه او بله پلمه نيسي ـ پخوانی انځور.
افغان کډوال تور پورې کوي چې پوليس يې په يوه او بله پلمه نيسي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په اسلام اباد کې د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې ده.

د کمېشن یوې ویاندې ماهین پراچه د جنورۍ پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د پناه غوښتونکو او کډوالو نیول او هېواد ته استول د نړیوال قانون خلاف عمل دی. "موږ په اسلام اباد کې د افغانانو د ډله ییزو ګرفتاریو پر راپورونو سخته اندېښنه لرو. په هغوی کې یې ډېری له هېواده له احتمالي اخراج سره مخامخ دي. موږ باور لرو چې د زیانګالو کډوالو او پناه غوښتونکو جبري ستنول د نړیوال قانون سرغړونه ده."

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي چې چارواکو د روان کال له پیل راهیسې په هغه ښار کې شاوخوا ۸۰۰ افغانان نیولي دي.

د اسلام اباد انتظامیې ویلي دي چې یوازې بې اسناده افغانان نیسي او هېواد ته یې لېږدوي. خو یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته ویلي دي چې پولیسو هغه کسان هم نیولي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

تر دې مخکې، د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې وه چې په اسلام اباد کې نیول شوي افغان کډوال دې پرته له شرطه خوشې کړل شي او د دوی بندي کول دې پای ته ورسول شي.

سازمان د جنورۍ پر اتمه په یو بیان کې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو مخالفت وکړ. دوی وویل چې دا کړنه د پاکستان لخوا د افغانانو په وړاندې تبعیضي چلند ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) دفتر د جنورۍ پر اوومه په بیان کې ویلي ول چې د ۲۰۲۵ز کال په لومړۍ اونۍ کې یې له پلازمېنې "۱۸۳ ناقانونه بهرنیان" ایستلي دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د اسلام اباد او راولپېنډۍ د پولیسو مشرانو د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر ۲۶مه وويل چې د پاکستان تحریک انصاف د زنداني بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره يې په اسلام اباد کې د همهغې ورځې د احتجاج پر مهال د تاوتریخوالي پر سر د ۶۴ افغانانو په ګډون تر ۱،۱۵۰ زیات کسان نیولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پر هم هغه ورځ وویل چې د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته به هغه افغانان په اسلام اباد کې نه پرېږدي چې هلته د اوسېدو اجازتنامه نه لري.

تر اوسه د پاکستان حکومت د هغې اجازتنامې د پروسې په اړه تفصيل نه دی شريک کړی. بلخوا د اسلام اباد د پوليسو وياند شريف الله خان هم ويلي دي چې تر اوسه افغانانو ته په پلازمېنه کې د استوګنې د اجازتنامې ورکولو پروسه نه ده پيل شوې.

د طالبانو سفارت وایي چې په اسلام اباد کې د افغانانو د استوګنې لپاره د اجازتنامې د پروسې په اړه د وضاحت نشتوالی د "خپلسري توقیف او اخراج" د ستونزمنو پیښو لامل شوی دی.

بلخوا په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (يو اېن اېچ سي ار) وياند قيصر اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې دوی د پاکستان له حکومت سره په تماس کې دي او ورته ويلي يې دي چې د افغان کډوالو د نيولو او افغانستان ته د هغوی له ستنولو ډډه وکړي. نوموړي زياته کړه چې دوی له افغان کډوالو سره هر ډول مرستې ته چمتو دي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. خو د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ورغلي دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې د حکومت په وينا له ۸۰۰،۰۰۰ زيات افغانان يې خپل هېواد ته ستانه کړي دي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر ۳۰ لکه پورې افغانان په پاکستان کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG