په کراچۍ کې د ۱۰۷ هندوانو اجتماعي ودونه وشول
د پاکستان هندو کونسل لخوا د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه په کراچۍ کې د ۱۰۷ بېوزله هندوانو ډله ییز ودونه وشول. په دې کې د ۴۳ هندوانې کورنۍ د کراچۍ او ۶۴ کورنۍ د سیند صوبې له بېلابېلو ضلعو څخه وې. د ډله ییزو ودونو په دې مراسمو کې د هندوانو ترڅنګ، نورو خلکو هم په لوی شمېر کې ګډون وکړ. د ودونو د مراسمو په مهال بېوزله کورنیو ته د پاکستان هندو کونسل لخوا د جهېز سامان او یو لک روپۍ ورکړل شوې. پاکستان هندو کونسل د تېرو ۱۷ کلونو راهیسې هر کال د بېوزله هندوانو لپاره د ډلهییزو ودونو انتظام کوي او تر اوسه پورې یې له ۱۷۰۰ څخه زیات ودونو انتظام کړی دی. ویډیویي رپورټ