د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پوځ په بلوچستان کې د ۲۷ وسلوالو وژلو ادعا کړې


په دې وروستیو کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په بریدونه کې د پخوا پرتله ډېر زیاتوالی راغلی دی.  (انځور: ارشیف)
په دې وروستیو کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په بریدونه کې د پخوا پرتله ډېر زیاتوالی راغلی دی.  (انځور: ارشیف)

د پاکستان پوځ په یو بیان کې دعوه کړې چې په بلوچستان کې یې ۲۷ وسله وال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي ار - د جنورۍ پر ۱۳مه ناوخته پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې دا عملیات یې د جنورۍ پر ۱۲مه د بلوچستان په کچي سیمه کې کړي دي.

په بیان کې راغلي چې "د استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د پوځ سرتېرو د وسلوالو پټنځای محاصره کړ او وروسته د ډزو د تبادلې پر مهال ۲۷ وسلوال ووژل شول."

په بیان کې نه دا ویل شوي شوي چې پوځ ته هم مرګ ژوبله اوښتې او که نه او نه هم دا ویل شوي چې وژل شوي وسله وال د کومې ډلې غړي وو.

د پوځ په بیان کې یوازې دومره ویل شوي چې وژل شوي وسله وال "د ترهګرۍ په پېښو کې ښکېل، انتهايي مطلوب ول او د امنیتي ځواکونو او ولس پر ضد په کارروایانو کې یې لاس درلودلو."

د دې بیان تر خپرېدو کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم په خپلواکه توګه د پاکستاني پوځ د ادعا پخلی کېدای شي.

پوځ چې په کومه سیمه کې د دې وسله والو وژلو ادعا کړې ده، دا د بلوچستان هغه بلوڅ مېشتې سیمې دي چې له پاکستانه بېلتون غوښتونکي بلوڅ وسله وال پکې فعال دي.

په دې وروستیو کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو په بریدونه کې د پخوا پرتله ډېر زیاتوالی راغلی دی.

هغوی د جنورۍ پر اتمه په رڼا ورځ د خضدار ضلعې زهري ښارګوټي ته ننوتي ول او د لېویز ځواک تاڼې ته يې زیان رسولی وو.

بلوڅ لیبرېشن ارمي نومي وسله والې ډلې ادعا کړې وه چې دا ښارګوټی تر ډېره د دوی په ولکه کې وو خو حکومت بیا دا خبره رد کړې وه.

بلوڅ لیبرېشن ارمي د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې هم د بلوچستان پر مچ او کولپور حمله کړې وه او وسلوال یې هغو سیمو ته داخل شوي ول.

د پاکستان پوځ او بلوڅ وسله وال چې یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو کومې ادعاوې کوي، د هغه په خپلواکه توګه پخلی نه کېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG